د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د ښوونکیو نوم لیکنه او بایومټریک: د معاشونو په ورکړه کې د روڼتیا لام


د موبایل له لارې د معاشونو ورکړې برنامې موخه دا ده، چې د خیالي کارکوونکیو (په ځانکړي ډول ښوونکیو) مخنیوی وشي، د معاشونو د ورکړې په نظام کې روڼتیا رامنځته شي او په ټوله کې دولتي کارکوونکي وکولای شي په آسانۍ سره خپل معاشونه ترلاسه کړي. د بایومټریک له پروسې سره د معاشونو ورکړه برښنايي کېږي او ټولې هغې ستونزې له منځه ځي، چې اوس مهال دولتي کارکوونکي د معاش اخیستلو پر مهال ورسره مخ دي.

اوس مهال پروسه داسې ده، چې یو ښوونکی د خپل معاش د ترلاسه کولو لپاره لومړی باید بانک ته لاړ شي، خپله او د زده کوونکیو ورځ د دې لپاره ضایع کړي، چې معلومه کړي معاش یې راغلی او که نه، نه یوازې وخت یې ضایع کېږي؛ بلکې پیسې او انرژي یې هم ضایع کېږي او د نا ا منۍ احتمالي خطر هم پر غاړه اخلي. د بایومټریک د پروسې له ترسره کېدو سره به، ښوونکي وکولای شي د روشن او یا هم افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو له څانګو او همداراز د یادو شرکتونو له هغو سیمه ییزو استازو څخه خپل معاش ترلاسه کړي، چې په کلیو او بانډو کې ګمارل شوي وي. بل خوا به دوی وکولای شي د مبایل له لارې وپوهېږي چې په خپل اکاونټ کې څومره پیسې لري.

دا چې د موبایل له لارې د معاشونو ورکړې برنامه دمګړۍ له پوهنې وزارت سره پېل شوې؛ نو  د همدغه وزارت کارکوونکیو د بایومټریک کولو په پروسه تمرکز کوو. دغه  پروسه د آسان خدمت ادارې د قرارداديانو (روشن او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو) له لوري ترسره کېږي. دا پروسه داسې ده، چې لومړی د پوهنې وزارت د ارقامو او ډیټابیس له مخې د کارکوونکيو (ښوونکيو) بیاځلې کمپیوټري نوم لیکنه کېږي او هر یو کارکوونکی بایومټریک کېږي. له دې سره د پوهنې وزارت د رښتونيو کارکوونکیو (ښوونکیو) شمېر یو یو کره کېږي، اضافي او خیالي ښوونکي له ویستل کېږي او په دې ډول د معاشونو په ورکړه کې روڼتیا رامنځته کېږي.

 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي