د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • آسان پاسپورټ

    د پاسپورټ د وېش پروسې توضیحات:

    د پاسپورټ عمومي ریاست، چې په کارته چهار کې موقعیت لري، هره ورځ نږدې ۲۵۰۰ غوښتلیکونه ترلاسه کوي او ورځ تر بلې د پاسپورټ غوښتونکي زیاتېږي. . آسان خدمت اداره له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدله چې پېچیده پروسې ساده او نوی سیسټم جوړ کړي. متقاضیان اوس کولای شي په کم وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

    د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره متقاضي باید لاندې مدارک او اسناد له ځان سره ولري.

    • ۱. تائید شوې تذکره
    • ۲. د پاسپورټ سایز درې (۳) عکسونه
    • ۳. د پاسپورټ لګښت

    د پیسو له تحویلولو وروسته متقاضي بایومټریک او ډیټا انټرۍ شعبې ته مراجعه کوي. له دې وروسته متقاضي رسید ترلاسه کوي او په ټاکلې نېټه له مشخصې پوسټ خونې څخه خپل پاسپورټ ترلاسه کوي.

    له ساده سازۍ مخکې پروسیجر:

    مرحلي ۱۵
    اړین اسناد تائید شوې تذکره، ۴ عکسونه، غوښتلیک (عریضه)، د سکونت تائیدي
    د پیسو مقدار د یو پاسپورټ لګښت ۵۷۰۰ افغانۍ د محصلانو، معلولینو، لوبغاړو او د ملي او نظامي منسوبینو لپاره ۵۰٪ سلنه تخفیف د ماشومان د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ
    میعاد ۷ کاري ورځې

    له ساده سازۍ وروسته پروسیجر (آفلاین):

    د غوښتنلیک مرحلې ۴
    څنګ د غرفې مرحلې ۶
    اړین اسناد غوښتنلیک (عریضه)، ۴ عکسونه او تائید شوې تذکره
    د پیسو مقدار د یو پاسپورټ لګښت ۵۷۰۰ افغانۍ د محصلانو، معلولینو، لوبغاړو او د ملي او نظامي منسوبینو لپاره ۵۰٪ سلنه تخفیف د ماشومان د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ
    میعاد جریان لري

    له ساده سازۍ وروسته پروسیجر (آنلاین):

    په پاسپورټ ریاست کې د غوښتنلیک مرحلې ۲
    د اړوندې غرفې کاري مرحلې ۵
    اړین اسناد د فورمې ډکول، تائید شوې تذکره، عکس
    د پیسو مقدار د یو پاسپورټ لګښت ۵۷۰۰ افغانۍ د محصلانو، معلولینو، لوبغاړو او د ملي او نظامي منسوبینو لپاره ۵۰٪ سلنه تخفیف د ماشومان د یو پاسپورټ لګښت ۳۲۵۰ افغانۍ
    میعاد جریان لري

    Map

    پاسپورټ له با ارزښته دولتي اسنادو څخه دی، چې وګړي پرې ټولې نړۍ ته سفر کولای شي او د افغانستان د وګړو هویت ثابتوي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.