د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ
دا پروسه د هغو خلکو لپاره ده، چې غواړي خپل واده ثبت کړي. په پېل کې متقاضي د غوښتنې فورمه ډکوي او د واده او طلاق د ثبتولو څانګې ته مراجعه کوي. یاده اداره د داخلي پروسې له ترسره کولو وروسته اړوند معلومات ډېټابیس ته رسوي او ټاپه کولو او لاسلیک کولو وروسته متقاضي خپل سند ترلاسه کوي.
پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.
د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.
آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.