د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د مړینې سند


    د مړینې سند د ترلاسه کولو لپاره لومړی باید د غوښتنلیک فورمه ډکه کړای شي. په پېل کې له آرشیف څخه د متوفي اړوند معلومات اخیستل او د نورو معلوماتو لپاره یې تذکرې ته مراجعه کېږي. د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست، د مړینې او زوکړې مدیریت دغه معلومات ډیټابیس ته رسوي او یاد ریاست د رئیس له لاسلیک او ټاپه کولو وروسته یې متقاضي ترلاسه کوي.

    پروسه

    مرحلي ۵
    اړین اسناد غوښتنلیک
    د پیسو مقدار معلومه نه ده
    معیاد جریان لري
  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.