د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د زوکړې سند


    د زوکړې سند د نوو زېږېدلو تر اوه (۷) کلنو ماشومانو له مهمو سندونو څخه دی. د غوښتنلیک له فورمې ډکولو او د نفوسو د احوال ثبتولو ریاست ته له سپارلو وروسته، د یادې ادارې کارکوونکی د اسنادو له کتنې او ارزونې وروسته د څنګ شعبې ته لېږي. ډیټابیس ته له رسولو او د نفوسو د احوال ثبتولو د رئیس له لاسلیک وروسته متقاضي د زوکړې سند ترلاسه کوي.

    پروسه

    مرحلي ۳
    اړین اسناد غوښتنلیک
    د پیسو مقدار معلومه ده
    معیاد جریان لري
  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.