د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د بهرنیو وګړو د کار جواز


    د کار جواز د هغو بهرنیو وګړو لپاره یو مهم سند دی، چې په افغانستان کې کار کوي. د کار جواز عمومي ریاست د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داخل کې فعالیت کوي. د بهرنیو وګړو د کار جواز پروسه پخوا ډېره پېچلې، اوږده او نیمه کمپیوټري وه، مګر اوس د آسان خدمت په وساطت د بهرنیو وګړو د کار جواز پروسه ساده کړای شوې ده او اوس متقاضي کولای شي، چې په آسانۍ سره خپل جواز ترلاسه کړي. د کار جواز د ترلاسه کولو لارې چارې لاندې روښانه شوې دي: په پېل کې متقاضي د آسان خدمت یا د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له ویب پاڼې او یا هم د یاد وزارت له ریسپشن څخه د غوښتنې فورمه ترلاسه کوي. د فورمې له ډکولو وروسته متقاضي باید خپل اړین اسناد (پېژند لیک، پاسپورټ، د ګمارونکي بنسټ د کار جواز او د غوښتنې فورمه) چمتو کړي او د یاد وزارت ریسپشن ته وسپاري. د ریسپشن مامور اسناد ګوري او خدماتي غرفې ته استوي، د خدماتي غرفې کارکوونکی د (ښاغلي/آغلې) د اړینو مدرکونو ارزونه کوي او د پیسو جمع کولو له رسید ورکولو وروسته اسناد په ډېټابېس کې ثبتوي. د خدماتي غرفې کارکوونکی د بانکي رسید له ترلاسه کولو وروسته د لاسلیک کولو لپاره اسناد ناظر ته استوي او متقاضي ته د کار جواز صادرېږي.

    له ساده کولو مخکي پروسه:

    مرحلي ۱۴
    اړین اسناد له معتبرې ویزې سره اصلي پاسپورټ، پېژند لیک، د ګمارونکي بنسټ د کار جواز
    د پیسو مقدار ۱۰۰۰۰ افغانۍ
    میعاد یوه کاري ورځ

    له ساده کولو وروسته پروسه:

    مرحلي ۷
    اړین اسناد له معتبرې ویزې سره اصلي پاسپورټ، پېژند لیک، د ګمارونکي بنسټ د کار جواز او د غوښتنې فورمه
    د پیسو مقدار ۱۰۰۰۰ افغانی
    میعاد ۶۰ ثانیې

    د بهرنیو وګړو د کار جواز تمدید


    د بهرنیو وګړو د کار جواز له یو کال وروسته د اعتبار وړ نه دی او بهرني وګړي اړتیا لري، چې هر کال خپل جواز نوی کړي. د کار جواز د ویزې د تمدیدولو لپاره یو لازمي سند دی. دا چې په افغانستان کې بې روزګاري یو جدي ستونزه ده، د افغانستان د کار قانون په هغو برخو کې د بهرنیو وګړو د راتګ مخنیوی کوي، چې افغاني متخصصين یې د اجرا کولو استعداد لري. د دې تر څنګ ټول هغه بهرني وګړي، چې په افغانستن کې کار کوي، مسوولیت لري چې د خپل کار په جریان کې افغانان وروزي. د بهرنیو وګړو د کار جواز تمدیدول لپاره له معتبرې ویزې سره اصلي پاسپورټ، له قانع کوونکي دلیل سره ډکه شوې فورمه او د ګمارونکې ادارې پېژندلیک اړین اسناد دي. لومړی باید متقاضي له ویب پاڼې څخه فورمه ترلاسه او ډکه کړي. فورمه باید د ګمارونکي بنسټ د یو باصلاحیته غړي له لورې لاسلیک شي. متقاضي باید ټول لازم اسناد ضمیمه کړي او اجرأتو لپاره یې د کار جواز ریاست ته مراجعه وکړي. د ریسپشن مامور د چک لسټ له مخې د اسنادو له کتنې وروسته معلومات ډیټابېس ته رسوي. اړینه ده، چې د اړوندې څانګې مامور اسناد سکین کوي او د تائید او لاسلیک لپاره رئیس ته لېږي. رئیس یې د دلایلو پر بنسټ د رد او اجرا پرېکړه کوي.

    ساده شوې مرحلې:

    مرحلي ۱۰
    اړین اسناد له معتبرې ویزې سره اصلي پاسپورټ، پېژند لیک، د ګمارونکي بنسټ د کار جواز او له دلایلو سره د غوښتنې فورمه
    د پیسو مقدار ۱۰۰۰۰ افغانی
    میعاد ۶۰ ثانیې
  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.