د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  •  

     



     

     

    د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

     

    د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د دولتي کارکوونکیو د معاشونو ورکولو او ترلاسه کولو یوه اغیزمنه او رڼه برنامه ده، چې د پلي کیدولو چارې یې د جمهور رئیس د حکم او د اقتصادي عالي شورای (۱۳۹۶ د زمري اوله) د پریکړې پر بنسټ آسان خدمت ادارې ته وسپارل شوې، چې د ۱۳۹۶ په وږي میاشت کې له کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت څخه په دایمي توګه کارونه پېل شول. مخکې تر دې په کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کې یوه امتحاني دوره ترسره شوې ده او د تلې له میاشتې په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د یاد وزارت ۵۸۵۵ کارکوونکي د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي.

    له ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنې، د پوهنې په سیسټم کې د روڼتیا رامنځته کولو او له پوهنې وزارت سره د لاسلیک شوې تفاهمنامې د پلي کولو په پار د هرات، بلخ، پکتیا، خوست، تخار، لغمان او بدخشان ولایتونو د پوهنې ریاست کارکوونکیو د رجسنټرېشن او بایومټریک کولو هوکړه لیک له روشن مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو او همدا راز د کابل ولایت د پوهنې ریاست د کارکوونکیو د رجسټرېشن او بایومټریک کولو هوکړه لیک له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو، چې د ټولو کارکوونکیو شمېر ټولټال ۱۱۶۰۰۰ ته رسېږي. تر دا مهاله په ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې د پوهنې وزارت ۲۸۵۰۰ کارکوونکي رجسټر او بایومټریک شوي او دمګړۍ ۱۸۰۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي.

     پاتې ۲۶ ولایتونو کارکوونکي، چې شمېر یې ۱۲۰۰۰۰ کارکوونکیو ته رسېږي، په نږدې راتلونکي کې به یې رجسټرېشن او بایومټریک ترسره او د موبایل له لارې به معاشونه ترلاسه کړي.

     

     

     

      

    فعالیتونه

    تشریحات

    وضعیت

    د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

    د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نږدې ۴۵۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې معاشونه ترلاسه کوي. آسان خدمت د دې پروژې د پلي کولو او ولایتونو د پراختیا مسوولیت لري.

    جریان لري

    د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

    د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه په ننګرهار، فراه او پروان ولایتونو کې پېل شوه، چې تدارکاتي او د قرارداد چارې یې له مخابراتي شرکتونو سره په جریان کې دي.

    جریان لري

    د نورو وزارتونو کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

    د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه به په نږدې راتلونکي کې ټولو وزارتونو ته وغځېږي.

    جریان لري

     

     

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.