د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

2014 04 NOV

198 comments

د کورنیو وګړو د کار جواز:

هر افغان چي په دولتي یا خصوصي ادارو کې کار کوي، باید د کار جواز ولري. د کار جواز د ترلاسه کولو لارې چارې لاندې مشخصې شوې دي.
متقاضي کولای شي، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بشري ځواک ریاست له اړوندې څانګې څخه، یا د ګمارونکې ادارې د بشري سرچینو له څانګې، یا د یاد وزارت له ویبپاڼې او یا هم د آسان خدمت ادارې له ویب پاڼې څخه د غوښتنې فورمه ترلاسه کړي. کله چې د غوښتنې فورمه ډکه کړای شوه؛ نو بېرته باید د بشري ځواک ریاست اړوندې څانګې ته وسپارل شي. د خدماتي څانګې کارکوونکی د اړینو اسنادو له کتنې او ارزونې وروسته معلومات ډېټابېس ته رسوي. ډېټابېس په اتومات شکل معلومات د تائید لپاره آرشیف ته استوي او د آرشیف څانګه د ثبت شوو معلوماتو له ارزونې وروسته کارکوونکي ته په څو دقیقو کې په الکټرونيکي بڼه ځواب ورکوي. تر دې وروسته د اړوندې څانګې کارکوونکی متقاضي ته بانکي تعرفه ورکوي. متقاضي باید ټاکلې پیسې په بانک کې جمع کړي. له برښنايي تائید او د رئیس له لاسلیک وروسته متقاضي ته د کار جواز ورکول کېږي.

له ساده سازۍ مخکې پروسیجر:

مرحلې ۱۴
اړین اسناد د ګمارونکې ادارې له لوري رسمي پېژند لیک، تصدیق (صحي، تحصیلي او د جرمونو د نشتوالي)، ملي تذکره، غوښتنلیک او دوه (۲) عکسونه
د پیسو مقدار ۵۰ – ۳۰۰ افغانۍ
میعاد یوه ورځ

له ساده سازۍ وروسته پروسیجر:

مرحلې ۸
اړین اسناد غوښتنلیک (عریضه)، تصديق (صحي، تحصیلي او د جرمونو د نشتوالي)، دوه عکسونه
د پیسو مقدار ۵۰ – ۳۰۰ افغانۍ
میعاد ۳۰ ثانيې
  • آسان پاسپورټ

    د پاسپورټ عمومي ریاست، چې په کارته چهار کې موقعیت لري، هره ورځ نږدې ۲۵۰۰ غوښتلیکونه ترلاسه کوي او ورځ تر بلې د پاسپورټ غوښتونکي زیاتېږي. . آسان خدمت اداره له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدله چې پېچیده پروسې ساده او نوی سیسټم جوړ کړي. متقاضیان اوس کولای شي په کم وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • آسان ویزه

    هغه بهرني وګړي چې د کار او یا سیاحت په پار د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي، د ویزې تمدید ورته اړین دی. د ویزې د تمدید ټول خدمتونه د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې وړاندې کېږي، چې پروسې یې د آسان خدمت ادارې لخوا ساده کړای شوې دي. د ویزې تمدید په دوه برخو (آنلاین او آفلاین) وېشل کېږي.

  • آسان جواز

    هر افغان چي په دولتي یا خصوصي ادارو کې کار کوي، باید د کار جواز ولري. د کار جواز د ترلاسه کولو لارې چارې لاندې مشخصې شوې دي. متقاضي کولای شي، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بشري ځواک ریاست له اړوندې څانګې څخه، یا د ګمارونکې ادارې له بشري سرچینو څانګې، یا د یاد وزارت له ویبپاڼې او یا هم د آسان خدمت ادارې له ویب پاڼې څخه د غوښتنې فورمه ترلاسه کړي.

  • MSP

    د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره.