د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • بشري سرچینې او ټرېنینګ/ حرفوي روزنې

    د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي. د کارکوونکو د تنظیم اصول نامه چې د آذربایجان د آسان خدمت له لوري پلي کړای شوې، کټ مټ دلته هم پلي کړای شي. په دې برخه کې لاندې فعالیتونه شامل دي.

    • د آسان خدمت او د اړوندو ادارو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت جوړونې او د اجباري حرفوي روزنو سټراټیجي جوړول.
    • د آسان خدمت ادارې او د آسان خدمت د مرکزونو اداري جوړښت سمبالول.
    • روزنیز پروګرامونه جوړول، روزنیز امکانات برابرول او ظرفیتونه لوړول.
    • د آسان خدمت او د اړوندو ادارو د کارکوونکو د ارزوني سیسټم چمتو کول.
    • د قانون او سټراټیجۍ پر بنسټ د کارکوونکو ګمارنه.
    • د آسان خدمت او د اړوندو ادارو د کارکوونکو لپاره حرفوي او تخنیکي روزنې برابرول.

    ټرېنینګ / روزنې

    موخه: د دندو د غوره ترسره کولو په پار د اړوندو ادارو د کارکوونکو ظرفیت لوړونه او د عامه خدمتونو له لارې د خلکو د رضایت ترلاسه کولو په پار اړین مهارتونه او توانايي رامنځته کول، چې دغه روزنیز پروګرامونه په بېلابېلو څانګو کې د پام وړ بدلونونه راولي.

    ټرېنینګ / روزنې او ډولونه یې

    اجباري روزنې:

    ټول کارکوونکي چې د آسان خدمت په مرکزونو کې کار کوي باید په لاندې یاد شوو روزنو کې ګډون وکړي.

    • اخلاقي چلند او پیاوړې اړیکې
    • د ستونزو مدیریت
    • د سټرس مدیریت او روان پوهنه
    • د آسان خدمت حیثیت
    • جنسي زورونه، ضرر رسوونکی مه اوسه، د ګټو تضاد

    تخنیکي روزنې

    • معلوماتي ټکنالوجي
    • بشري سرچینې
    • پروټوکول
    • د هیواد دننه روزنې
    • له هیواده بهر روزنې

    د شخصي وړتیا د پرمختیا روزنې:

    • د مهارتونو وده
    • مسلکي پرمختیا
    • عامه پوهاوی
    • اداره
    • د بدلون مدیریت
    • عامه اړیکې

    روزنیز کړندودونه:

    د آسان خدمت د ټرېنینګ څانګې تمرکز (د لویانو د زده کړې) په کړندود دی. په بېلابېلو ورکشاپونو، روزنیزو ناستو او سیمینارونو کې چې د آسان خدمت ادارې لخوا دایرېږي، د لویانو د زده کړو له کړندود څخه پکې ګټه اخیستل کېږي. دغه کړندود چې مشارکتي بڼه لري او له بېلابېلو لارو، چې هره یوه یې ځانګړې ګټې او تاوانونه لري، روزونکي د رونې د چارپېریال او موضوع په پام کې نیولو سره ټآکي.

    پرمختګ

    فعالیتونه تشریحات وضعیت
    روزنې
    د آذربایجان د آسان خدمت د روزنیزو پروګرامونو شننه او ارزونه د آسان خدمت متخصصان د روزنې د تګلارې او د درسي پروګرامونو د ارزونې په موخه د یوې اونۍ لپاره آذربایجان ته سفر کوي. بشپړ
    د آسان خدمت د حرفوي روزنو تګلاره چمتو شوې ده. د آسان خدمت د روزنې تګلاره د افغانستان د شرایطو پر بنسټ چمتو شوې ده. د بیا کتنې په مرحله کې
    د اجباري روزنو پېژندنه د آسان خدمت او د اړوندو ادارو د کارکوونکو لپاره اجباري ښوونه او روزنه مخکې له مخکې تعریف شوې دي او درسي پروګرامونه یې طرحه شوي دي. تکمیل
    د اړوندو ادارو د کارکوونکو لپاره تخنیکي ورکشاپونه د آسان خدمت له ماډل سره د آشنایۍ په پار د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت، مالیې وزارت او کورنیو چارو وزارت کارکوونکو لپاره یوه ورځنی ورکشاپ چمتو کول. بشپړ
    د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کورنیو چاروز وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست کارکوونکو ته مسلکي روزنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست لپاره سافټویرونه چمتو شوي، چې د سمبالونې له روزنو سره بدرګه دي. چمتو دي

    بشري سرچینې

    د ګمارنې لپاره ټیم وټاکل شو. دغه ټیم د معلوماتي ټکنالوجۍ، روزنې، بشري حقونو، انجینیرۍ او بشري سرچینو له متخصصانو څخه متشکل دی، چې د غوره پوهاوي لپاره یې آذربایجان جمهوریت ته سفر کړی. بشپړ
    د آذربایجان د آسان خدمت د بشري سرچینو د تګلارې ارزونه د بشري سرچینو د تګلارې، د کاري کړنلارو، د ګمارنې تګلارې، د ارزونې د سیسټم او نورو چارو د ارزونې په پار آذربایجان هیواد ته بشري سرچینو د متخصصانو اونیز سفر بشپړ
    د مسودې په بڼه د تګلارې او پالیسۍ چمتو کول د کارکوونکو د څارنې او ارزونې تګلارې، د اخلاقي چلندونو کړندودونه او نور مواد د مسودې په بڼه چمتو دي. جریان لري
    سازماني جوړښتونه چمتو شوي دي د آسان خدمت ادارې او د آسان خدمت د مرکزونو سازماني او اداري جوړښتونه د مسودې په بڼه چمتوي شوي دي. د بیا کتنې په مرحله کې

  • پالیسۍ او حقوقي چارچوکاټ

    په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي مطالعه او څارنې ته اړتیا لري..

    • معلوماتي ټکنالوجي

      معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري. .

      • نشرات او عامه اړیکې

        له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د غوره همغږۍ تر څنګ عامه اړیکې د آسان خدمت له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. دا چې په لومړي سر کې د آسان خدمت مکلفیت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته کول دي؛ نو په همدې اساس د عامه خدمتونو په بیر کې د بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات د دې څانګې بنسټیز مسوولیت دی.

        • بشري سرچینې او ټرېنینګ/ حرفوي روزنې

          د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي. .

          • د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول

            د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده. .

            • ودانیزې زېربناوې

              د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی. .

              • (MSP) د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

                د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره. .