-

ودانیزې زېربناوې
د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د
لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه
ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو
لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی.
- د اړیکو او معلوماتي ټکنالوجۍ لپاره ځانګړې زېربنا
- یو ډېټا سنټر
- د ځانګړو امنیتي کامرو سیسټم
- روزنیز فرصتونه
- د عامه پوهاوي آسانتیاوې
- د اړیکو او شکایتونو مرکز
- د ISO 90001 په معیار ودانیزې چارې
اداري ودانۍ له لومړني خدماتي مرکز سره یو ځای ډيزاین شوې ده. دغه خدماتي مرکز باید لاندې ذکر شوو اړتیاوو ته ځواب ووايی:
- د بېلابېلو دولتي خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیاوې
- د مراجعینو د بیروبار د مخنیوی
- د خدمتونو د ترلاسه کولو په پار د خلکو د لارښوونې آسانتیاوې
- د څارنې او احصائیوي ډیټا د راټولولو آسانتیاوې
- اطلاعاتو ته د خلکو د غوره لاسرسي آسانتیاوې
- د خدمتونو په اړه د شکایت کولو آسانتیاوې
- د مېندو لپاره د وړکتون آسانتیاوې
- د پارکینګ آسانتیاوې
پرمختګ
فعالیتونه |
تشریحات |
وضعیت |
متخصصانو او انجینیرانو ته د پوهې لېږد |
د آذربایجان د آسان خدمت د
مرکزونو د مطالعې او د افغانستان د آسان خدمت د اداري ودانۍ او لومړني
خدماتي مرکز له ډیزاینرانو سره د همغږۍ په موخه آذربایجان هیواد ته د آسان
خدمت د انجینیرانو اونیز سفر. |
تکمیل |
د ځمکې د مالکیت لېږد |
استملاک 5 جریب زمین در ساحه کابل ننداری برای ساخت تعمیر ادارۀ مرکزی و نخستین مرکز خدماتی آسان خدمت. |
بشپړ |
د ځمکې د مقاومت معلومولو سروې |
دیزاین تعمیر ادارۀ مرکزی و نخستین مرکز خدماتی آسان خدمت باستندرد های معیاری و بهترین شیوه های بین المللی تکمیل گردیده است. |
بشپړ |
د آسان خدمت د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې دي. |
د آسان خدمت د اداري ودانۍ او
لومړني خدماتي مرکز د ودانۍ چارې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لارې داوطلبۍ
ته وړاندې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه پېل شي. |
بشپړ |
د پاسپورټ ریاست بیارغونه |
د پاسپورټ ریاست د بیارغونې ډیزاین او مراقبت |
جریان لري |
د مالیه ورکو د بهیر د ادغام لپاره رغونه |
د مالیه ورکولو د بېلابېلو پروسو د ساده کولو او ادغام په پار د کابل نندارې په سیمه کې د سوداګریزې خونې بیارغونه
|
جریان لري |