د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه (MSP):

    د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره. د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه (MSP) به په افغانستان کې د اصلاحاتو، برښنايي حکومتولۍ او د مالي چارو د تقویې یوه مهمه برخه وي. افغانستان په ۲۰۱۵ ز کال کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې خدمتونو ته ورداخل شو. د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې لومړنۍ تجربه په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ترسره شوه، چې دا مهال نږدې ۴۰۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي. یاد وزارت هوډ لري، چې دغه بهیر ولایتونو ته هم وغځوي او خپل ولایتي کارکوونکي هم له دغه سیسټم څخه مستفید کړي. همدا راز د یاد سیسټم بله برخه د کورنیو چارو وزارت ۱۵۰۰۰ منسوبین وو، چې په ۱۲ ولایتونو او ۴۹ ولسوالیو کې اجرا شو. د افغانستان اسلامي جمهوریت هوډ لري، چې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه د پوهنې وزارت په مرسته په درېیو ولایتونو (ننګرهار، فراه، پروان) کې، د یاد وزارت د کارکوونکو (معلمانو) لپاره عملي کړي.

    فعالیتونه تشریحات وضعیت
    د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نږدې ۴۵۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې معاشونه ترلاسه کوي. آسان خدمت د دې پروژې د پلي کولو او ولایتونو د پراختیا مسوولیت لري. جریان لري
    د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د کورنیو چارو وزارت نږدې ۱۵۰۰۰ کارکوونکي او خپل میاشتني حقوق د موبایل له لارې ترلاسه کوي. آسان خدمت د پروسو د ساده کولو او د دغه بهیر د پراختیا مسوولیت لري. جریان لري
    د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه په ننګرهار، فراه او پروان ولایتونو کې پېل شوه، چې تدارکاتي او د قرارداد چارې یې له مخابراتي شرکتونو سره په جریان کې دي. جریان لري
    د نورو وزارتونو کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه به په نږدې راتلونکي کې ټولو وزارتونو ته وغځېږي. جریان لري

  • نشرات او عامه اړیکې

    له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د غوره همغږۍ تر څنګ عامه اړیکې د آسان خدمت له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. دا چې په لومړي سر کې د آسان خدمت مکلفیت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته کول دي؛ نو په همدې اساس د عامه خدمتونو په بیر کې د بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات د دې څانګې بنسټیز مسوولیت دی.

    • معلوماتي ټکنالوجي

      معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري. .

      • د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول

        د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده. .

        • بشري سرچینې او ټرېنینګ/ حرفوي روزنې

          د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي. .

          • پالیسۍ او حقوقي چارچوکاټ

            په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي مطالعه او څارنې ته اړتیا لري..

            • ودانیزې زېربناوې

              د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی. .

              • (MSP) د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه

                د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره. .