د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې آغلې نسرین اوریاخیل د وږې میاشتې په ۲۰مه د مالیې په وزارت کې د کار بازار معلوماتي سیستم د رامنځ ته کیدو له پاره هوکړه لیک لاسلیک کړ. د لاسلیک پر مهال د مالیې وزیر وویل چې ددې سیستم په جوړیدو سره به د بیروکراسۍ مخه ونیول شي او پالیسۍ جوړوونکي به وکولی شي چې د مسلکي او د کدر شخصیتونو په اړه معتبر او دقیق ارقام ترلاسه کړي. ده زیاته کړه چې ددې سیستم په رامنځ ته کیدو به دولتي او خصوصي ادارې د کار موندنې له پاره یو مرکزي سیستم ولري. د کار، ټولینزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیرې آغلې نسرین اوریاخیل وویل چې دغه سیستم کولی شي چې بیروکراسي او اداري فساد کم کړي، د خدماتو په اړه د خلکو رضایت ترلاسه شي او د بې ځایه وخت ضایع کیدو مخه ونیول شي. د کار بازار معلوماتي سیستم رامنځ ته کول د آسان خدمت برنامې یو هدف دی چې په رامنځ ته کیدو سره به داخلي او بهرنیو اتباعو د کار جواز ثبت او توزیع شی . دا سیستم به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ددې جوګه کړي ترڅو د غیر ضروري بهرني بشري ځواک له ورود څخه مخنیوی وکړي. د کار بازار معلوماتي سیستم له یوه لوري له هغه افرادو سره مرسته کوي چې د کار په لټه کې دي، ترڅو د "آسان وظیفې" په ځانګړي پورټال کې خپل معلومات ثبت کړي او له بل لوري ټول دولتی او خصوصي نهادونه ددې جوګه کوي ترڅو په ټول افغانستان کې د بشري ځواک او د کار بازار معلوماتو ته لاسرسی ولري. ددې سیستم جوړونه ټولو اداراتو سره مرسته کوي چې له یوې واحدې مرجع څخه دندې اعلان کړي او په مشخصو برخو کې د شایسته افرادو لیست د کار، ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو وزارت د کارموندې د خدماتو له مرکز او یا په آنلاین ډول ترلاسه کړي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.