د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ


 مرستیال والیانو او د پوهنې وزارت رئیسانو ته معلوماتي او ښوونیز ورکشاپ دائر شو

۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۱مه؛
نن دوشنبه، آسان خدمت ادارې د کابل، کندهار، ننګرهار، لغمان، خوست، بلخ، تخار، هرات، پکتیا، پروان او بدخشان ولایتونو مرستیالانو او د پوهنې رئیسانو ته (د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې) بهیر په اړه معلوماتي او ښوونیز ورکشاپ دائر کړ، چې پکې د پوهنې وزارت د رئیسانو سربېره د ياد وزارت اداري مرستیال ډاکټر سید حمیداالله، د سیمه ایزو ارګانونو مرستیال ښاغلي ډاکټر تیمور شاران، د مالیې وزارت د خزانې عمومي رئیس ښاغلي عالم شاه ابراهیمي او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
په پېل کې د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم په ارزښت، د سیسټم د پلي کولو په چارو او د دغه سیسټم د تسهیلاتي برخو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. د ښاغلي څمکني په وینا د دغه سیسټم له مخې به ټول معلمین وکولای شي، چې د روشن او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو د سیمه ایزو ایجنټانو له لارې په خپل کلي کې معاشونه ترلاسه کړي او له شته ستونزو څخه خوندي واوسي. 
د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلي ډاکټر حمیدالله له آسان خدمت ادارې څخه په مننې وویل "د موبایل له لاري د معاشونو د ورکړې سیسټم ممکن د نورو ادارو لپاره یوازې یوه تسهیلاتي چاره وي؛ خو د پوهنې وزارت لپاره د دغه سیسټم پلي کول د وخت او پیسو د ضایعه کېدلو د مخنیوي، د اداري فساد د مخنیوي او په ټوله کې له بېلابېلو تورونو څخه د پوهنې وزارت د خلاصون په معنی دی". دوی زیاته کړه، چې پوهنې وزارت نږدې ۲۶۰۰۰۰ کارکوونکي لري، په دې کې ۱۶۰۰۰۰ کارکوونکي د بانکونو له لارې او پاتې ۱۰۰۰۰۰ کارکوونکي یې لا هم د معتمد له لارې معاشونو ترلاسه کوي، چې د معتمدینو له لارې د معاشونو د ورکړې دغه سیسټم د پوهنې وزارت د خیالي استادانو په ګډون له بېلابېلو تورونو او ننګونو سره مخ کړی، په همدې اساس د دغه سیسټم پلي کول د پوهنې وزارت له بنسټیزو موخو څخه دی. دوی د مرکز په کچه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او په ولایتي رئیسانو یې غږ وکړ، چې د یاد سیسټم په پلي کولو کې بشپړه ونډه واخلي. 
ښاغلي شاران د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم د ښې حکومتولۍ لپاره یوه اړینه چاره وښوده. د دوی په وینا دغه سیسټم به د حساب ورکونې او د نظام د مشروعیت په لوړولو کې عمده رول ولوبوي.
ښاغلي ابراهیمي د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه، د ملي خزانې د پیاوړې کولو لپاره یو اړین سیسټم وښود، دوی وویل چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې مالي اتکا یې په ډونرانو (مرستندویه بنسټونو) ده. دوی د پوهنې وزارت د معتمدینو سیسټم پر ملي بودیجې اغېزمن وښود ځکه د ډونرانو په نسبت د معتمدینو له لارې لګښتونو غیرمطلوب یا غیر معیاري دي، په همدې اساس ډونران په هغو رغونو کې علاقه مندي نه لري، چې لګښتونو یې په غیرمعیاري بڼه ترسره کېږي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.