د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ




۱۳۹۷ د تلې ۱۷مه؛ 
نن سه شنبه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او پوهنې وزارت تر منځ یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د پوهنې وزارت کارکوونکیو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکول کېږي.

له ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنې، د پوهنې په سیسټم کې د روڼتیا رامنځته کولو او د دې تفاهمنامې د پلي کولو په پار د هرات، بلخ، پکتیا، خوست، تخار، لغمان او بدخشان ولایتونو د پوهنې ریاست کارکوونکیو د رجسنټرېشن او بایومټریک کولو هوکړه لیک له روشن مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو او همدا راز د کابل ولایت د پوهنې ریاست د کارکوونکیو د رجسټرېشن او بایومټریک کولو هوکړه لیک له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره لاسلیک شو، چې د ټولو کارکوونکیو شمېر ټولټال ۱۱۶۰۰۰ ته رسېږي.

د دغو هوکړه لیکونو له مخې دواړه مخابراتي شرکتونه اړ دي، چې په راتلونکیو ۵ میاشتو کې د یادو اتوو ولایتونو د پوهنې وزارت کارکوونکي رجسټر او بایومټریک کړي.

د دغو هوکړه لیکونو ارزښت (۱۷۰۸۷۱۵۱) افغانۍ کېږي، چې له مخې به یې افغان بیسیم مخابرتي شرکت ۴۱۰۰۰ کارکونکيو او روشن مخابراتي شرکت ۷۶۰۰۰ کارکوونکيو ته د یادې برنامې تخنیکي پوښښ ورکوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه په دولتي بنسټونو کې د روڼتیا رامنځته کولو او د اداري پرمختګ لپاره یوه اړینه برنامه وبلله او یاده یې وکړه، چې تر دا مهاله په ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې د پوهنې وزارت ۲۰۸۰۰ کارکوونکي رجسټر او بایومټریک شوي او دمګړۍ د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کويدوی وویل چې د پاتې ۲۳ ولایتونو کارکوونکي، چې شمېر یې ۱۲۰۰۰۰ کارکوونکیو ته رسېږي، په نږدې راتلونکي کې به یې رجسټرېشن او بایومټریک ترسره او د موبایل له لارې به معاشونه ترلاسه کړي. 
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ۵۸۵۵ کارکوونکي هم، په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، کندز، پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د دغه سیسټم پر مټ د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي.

د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي محمد ميرویس بلخي د موبایل له لارې د معاشونو ورکړې برنامه د هیواد او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت لپاره یو اغېزمنه برنامه وبلله او په ولایتونو کې یې له ترسره شوو کارونو څخه خوښي وښوده. ښاغلي بلخي وویل چې دا برنامه د برښنايي حکومتولۍ یوه برخه ده، چې د روڼتیا رامنځته کولو او اداري فساد په مخنیوي کې به مهم رول ولوبوي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.