د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د آسان خدمت لومړی خدماتی مرکز پرانیستل شو

د دې مرکز له پرانیستلو سره به د عوایدو د راټولو په پروسه کې جوت روڼوالی رامنځ ته شي.

چهارشنبه، ۱۳۹۷ د مرغومي ۱۲مه

کابل- افغانستان: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، آسان خدمت ادارې له مالیې وزارت سره په همکارۍ د عوایدو راټولو پروسې آسانه او بېلابېل مرکزونه ، چې په بېلابېلو ځایونو کې یې موقعیت درلود، د خدمتونو د واحد مرکز (One-stop-shop) په بڼه، په مرکز کې راټول کړل.

دا مرکز نن چهارشنبه د مخابراتو وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي او د مالیې سرپرست وزیر ښاغلي همایون قیومي له لوري پرانیستل شو.

په دې ودانۍ کې به د وړې مالیې او منځنۍ مالیې ورکوونکیو سربېره د پانګه اچوونکیو لپاره ، د پیسو د تحویلولو په موخه بانکي آسانتیاوې، د سوداګریزو جوازونو  او د کار جوازونو د ترلاسه کولو آسانتیاوې د یو سوداګریز کمپلکس په بڼه موجودې وي. دغه واحد مرکز به د پانګوالو لپاره د وخت ضایع، د پیسو ضایع او د نورو سرچینو د ضایع کېدلو په مخنیوي کې مرسته وکړي او د برښنايي حکومتولۍ د یوې بېلګې په توګه به د سیسټم جوړونې په برخه کې عمده رول ولوبوي. ښاغلي قیومي په پرانیسته وینا کې وویل:" د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د ملي عوایدو د راټولولو د پروسې عصري کول او روڼتیا ده او همدا شان به یاد مرکزونه مالیه ورکوونکو او ملي سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې را منځته کړي." 

 


د مخابراتو وزیر ښاغلي آریوبي وویل "  د مخابراتو وزارت آسان خدمت اداره هڅه کوي چې د عامه خدماتو پروسې ساده او اسانه کړي، هېوادوالو او پانګوالو ته د ماليې ورکولو په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي او ددغه مرکز جوړول يې یوه بېلګه ده. "

آسان خدمت ادارې موده وړاندې د وړې او منځنۍ مالیې ورکولو  پروسې له حقوقي او تخنیکي پلوه و ارزولې، غیرضروري پړاوونه یې ورځینې لرې کړل او د نوو پروسو په چمتو کولو کې یې تر وسه هڅه کړې چې له دولتي کارکوونکیو سره د مراجعینو مستقیمې اړیکې کمې کړي او د یو غښتلي کړندود له لارې د خدمتونو په وړاندې کولو کې روڼتیا او چټکتیا رامنځته کړي. همدارنګه د بېلابېلو ماليو راټولولو څانګې، تر دې دمه په ډېر پاشلي ډول وجود لري چې د مالیه ورکونکیو د وخت او سرچینو د ضایع کیدلو سبب ګرځي. د دې ستونزې د حل لپاره په پلازمینه کابل کې د یو داسې مرکز جوړولو اړتیا محسوسېده، چې د مالیې وزارت ټولې مالیه راټولوونکې څانګې پکې تر یو چتر لاندې خپل خدمتونه وړاندې کړي، چې له نیکه مرغه د آسان خدمت د مسلکي او تخنیکي ټیمونو په همکارۍ دغه مرکز ورغېد. د دغه مرکز له جوړېدلو سره به د کوچنۍ او منځنۍ ماليې راټولولو  پروسې رڼې او چټکې شي.

 

هیره دې نه وي چې دغه خدماتي مرکز د پارکینګ، بانک، پارک، کیفیټیریا او نورو نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې به خورا اغېزمن تمام شي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • MSP

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي