د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د چلولو برېښنایي لایسنس په ازمایښتي ډول پرانیستل شو
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت/آسان خدمت – کابل: د چلولو برېښنايي لایسنس نن د سنبلې نهمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د جلالتماب وزیر محمد فهمیم هاشمي او ترانسپورت جلالتماب وزیر ښاغلي یما یاري له خوا په ازمایښتي بڼه پرانیستل شو.
دا برېښنايي لایسنس د د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې له لوري د کابل ښاروالۍ او ترانسپورت وزارت په همکارۍ د ISO د نړیوالو ستندردونو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی دی. د دې برېښنايي لایسنس ترشا یو منظم او پرمختللی کمپیوټري سیستم کار کوي چې په یوساعت کې د څلورسوو لایسنسونو د ویش وړتیا لري.
د دې سیستم د ازمایښتي پرانیستې په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي هاشمي یادونه وکړه چې دا نوې ټکنالوجي به د هېواد له اقتصادي ودې او روڼتیا په رامنځ ته کولو کې به مثبت رول ولوبوي.
بل خوا د ترانسپورت محترم وزیر ښاغلي یما یاري له د یاد د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت دآسان خدمت ادارې څخه د مننې ترڅنګه د یاد سیستم د ښه والي په اړه هراړخیزه مشهورې له تخنیکي ټیم سره شریکې کړې.
تر دې وړاندې د چلولو لایسنس پروسه خورا پیچلې او اسنادو یې کاغذي بڼه درلوده. آسان خدمت ادارې یاده پروسه له ۲۱ پړاوونو څخه ۱۱ ساده پړاوونو ته رالنډه او لایسنس یې له کاغذي بڼې څخه د برېښنايي کارډ په بڼه تنظیم کړ.
دا کمپیوټري سیستم او ځیرک کارډ به د روڼتیا په رامنځ ته کولو، پروسې په چټکتیا، د جعل مخنیوي او د ترافیکي جرایمو په کنټرول کې رغنده رول ولوبوي.
ټاکل شوي ده چې د ازمایښتي پړاو له بشپړېدو سره سم به په سیستم کې اړین تغیرات رامنځته او په رسمي ډول به پرانیستل شي.

.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي