د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • "موږ مثبتو تغیراتو ته ژمن یو"

    د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني د یوه پلاوي په ملتیا د شهیدانو او معلولیت لرونکیو وګړو د ملاتړ ادارې له رئیس ښاغلي لعل الدین آریوبي سره د دې ادارې د خدمتونو د پرسو او د سیسټم جوړونې په اړه ناسته کړې ده. مونږ له ښاغلي څمکني سره د شهیدانو او معلولیت لرونکیو وګړو د ملاتړ ادارې د عامه خدمتونو په اړه یوه لنډه مرکه کړې، چې تاسو یې لوستلو ته رابولو

    12/10/2018

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي