د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

  • د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د لوړ پوړو کارکوونکو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

    د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لوړ پوړو کارکوونکو ته د مشرتابه، اړیکو، له مراجعینو سره د ښه چلند، د فشار او وخت مدیریت په تړاو د وړتیا لوړونې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

    1398/09/26

  • ولایتونو ته د آسان خدمت مرکزونو پر پراختیا ټینګار وشو

    د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند آسان خدمت ادارې نن چهارشنبه (۲۰ لیندۍ) د خپلو کاري شریکانو په ګډون، ولایتونو ته د دې ادارې د عامه خدمتونو د مرکزونو د پراختیا په تړاو ګډه غونډه جوړه کړې وه. د آسان خدمت په ولایتي مرکزونو کې به ټولو هېوادوالو ته په اغېزمن او راڼه ډول عامه خدمتونه وړاندې کېږي.

    1398/09/20

  • د ځمکني ټرانسپورټ له عامه خدمتونو ۹۰ سلنه خلک راضي دي

    وروسته له هغه چې د آسان خدمت ادارې له لوري د ځمکني ټرانسپورټ لوی ریاست د عامه خدمتونو پروسې ساده او برېښنايي شوې، اوس شاوخوا ۹۰ سلنه خلک د یاد ریاست له خدمتونو راضي برېښي. آسان خدمت ادارې له یاد ریاست سره د خپلو همکاریو پر دوام بیا دا ځل د دې ریاست د عامه خدمتونو د وړاندې کولو ۲۵ تنه کارکوونکي د مشرتابه، له خلکو سره د مثبت چلند او د کاري فشار ، شخړو او وخت مدیریت په برخو کې وروزل.

    1398/09/09

  • آسان خدمت ادارې له بدني روزنې او ورزش ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

    دا هوکړه لیک د اصلاحاتو او مالي پروسو د برېښنايي کولو په لړ کې د آسان خدمت ادارې یو مهم ګام دی، چې له پلي کېدو سره به یې په یاده برخه کې روڼتیا رامنځته او پخوانۍ اوږدې پروسې به له منځه ولاړې شي.

    1398/08/07

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي