
سه شنبه ۱۳۹۷ د زمري ۱۷مه؛
آسان خدمت ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پوسټ ریاست ۳۸ کارکوونکیو ته د درې ورځني روزنیز ورکشاپ سندونه ورکړل. په دغه ورکشاپ کې یادو کارکوونیکو ته د مشتریانو د توقعاتو د مدیریت او له مشتریانو سره د چلند په اړه درس ورکړل شو.
د پوسټ رئیس ښاغلي احمد وحید وېس د آسان خدمت ادارې له ورکشاپونو څخه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې که د یاد ریاست ۳۱۵ نورو کارکوونکیو ته هم د چلندونو او مدیریتي برخه کې دغه ډول اغېزمن ورکشاپونه دائر شي نو غوره به وي.