د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ



شنبه ۱۳۹۷ د تلې ۷مه؛ د آسان خدمت ادارې د مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین په مشرۍ د نوي ټرافیکي سیسټم د معلوماتو د رایوځای کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ، د کابل ولایت د ټرافیکو مدیریت، دGTR شرکت، د کورنیو چارو وزارت د مخابرې ریاست، د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د استازو تر منځ ګډه غونډه وشوه. 
په پېل کې ښاغلي ذهین د نوي ټرافیکي سیسټم په اړه د آسان خدمت ادارې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او ورپسې د آسان خدمت ادارې د پروسو د ساده کولو څانګې مسوول ښاغلي احمد نواز د یاد سیسټم په اړه یو بشپړ پرزنټېشن وړاندې کړ، چې د ټرافیکي پروسو د آسانه کولو لارې چارې پکې مشخصې کړای شوې وې. 
په دې غونډه کې د غوښتنلیک د فورمو، په یو مهال د دوو موټرو د ګرځولو، د وصل بایومټریکي سیسټم، د موټر چلوونکیو د رجسټرېشن لپاره د یو پیاوړي سیسټم جوړولو او د بېلابېلو ټرافیکي خدمتونو د لګښتونو په اړه تفصیلي خبرې اترې وشوې. 
په پای کې د آسان خدمت رهبرۍ د یاد سیسټم په اړه د معلوماتو رایوځای کولو په پار د اړوندو ادارو همکاري وستایله او هیله یې څرګنده کړه، چې د همکارۍ دا لړۍ باید همداسې غښتلې وساتل شي تر څو هیوادوال د عامه خدمتونو په برخه کې له شته ستونزو او کړاوونو څخه وژغورل شي. 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • MSP

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي