د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ



د اسان خدمت ادارې له خوا د کار بازار د معلوماتو دمدیریت لپاره  یو نوی سیستم ورغول شو.

د دغه سیستم په رغولو سره د به کار او ټولنیزو چارو وزارت وتوانیږي چې په خپلو پالېسیو کې اړین تغیرات راولي تر څو د کار بازار په ښه دول مدیریت کړي.

په همدې موخه د روان کال د لړم په ۷ نېټه د افغانستان د کار بازار سیسټم  (LMIS) د پلانګذارۍ دویمه غونډه، د آسان خدمت د مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست د ټکنالوجۍ ارشد سلاکار، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو بنسټ، د بشري سرچینو ادارې او مرکزي احصایې ادارې استازو پکې ګډون کړی وو.

په ناسته کې افغانستان د کار بازار د سیسټم په اړه هر اړخېزې خبرې اترې وشوې.  آسان خدمت مسلکي ټیم د یاد سیسټم د بشپړ شوي کار په اړه معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ، چې د ګډونوالو د بېلابېلو نظرونو تر څنګ یې هرکلی وشو.

د کار بازار یو پرمختللی سیسټم دی، چې په دې وروستیو کې د بشري قوې د مدیریت په پار د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په بدرګه د آسان خدمت ادارې له لوري ډېزاین شوی دی. د دغه سیسټم دنده دا ده، چې له پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو له بنسټ، او نورو اړوندو ادارو څخه معلومات راټولوي او په ډېره کره توګه د علمي او مسلکي وړتیاوو او په ټوله کې د بشري قوې احصایه معلوموي، چې له دولت سره د وړتیا لوړولو او بشري قوي د سالم مدیریت په برخه کې مرسته کوي.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • MSP

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي