د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

روڼتیا د آسان خدمت لومړيتوب



نېټه: لړم-۲۱-۱۳۹۷
کابل- افغانستان: آسان خدمت اداره د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره په نږدې همکارۍ، د کوچنۍ او منځنۍ ماليې راټولولو په پروسه کې روڼتیا او چټکتیا را منځ ته کوي.

په همدې موخه آسان خدمت ادارې یاده پروسه له حقوقي او تخنیکي پلوه و ارزوله، غیرضروري پړاوونه یې ورځینې لرې کړل او د نوې پروسې په طرحه کې یې تر وسه هڅه کړې چې له دولتي کارکوونکیو سره د مراجعینو مستقیمې اړیکې کمې کړي او د یو غښتلي کړندود له لارې د خدمتونو په وړاندې کولو کې روڼتیا او چټکتیا رامنځته کړي. همدارنګه د بېلابېلو ماليو راټولولو ادارې، تر دې دمه په ډېر پاشلي ډول وجود لري چې د مالیه ورکونکیو د وخت او سرچینو د ضایع کیدلو سبب ګرځي. د دغې ستونزې د حل لپاره په پلازمینه کابل کې د یو داسې مرکز جوړولو اړتیا محسوسېده، چې د مالیې وزارت ټولې مالیه راټولوونکې څانګې پکې تر یو چتر لاندې خپل خدمتونه وړاندې کړي، په همدې موخه آسان خدمت ادارې له عوایدو ریاست سره په همغږۍ د یوه مرکز په رغولو کار وکړ، چې تر دې دمه یې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

۱۳۹۷ د لړم په ۲۱مه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د مرکز د رغولو چارې له نږدې وکتلې او د ترسره شوي کار په اړه یې د آسان خدمت ادارې د انجنیرانو له ټیم ستاینه وکړه او همدا راز یې له یاد ټیم سره خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل. دغه مرکز د پارکینګ، بانک، کیفیټیریا او نورو نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړېږي، چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې به اغېزمن تمام شي

 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • MSP

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي