د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ


د لوړو زده کړو وزارت د عامه خدمتونو پروسې ساده کېږي





۱۳۹۷ د سلواغې ۱۵مه - کابل
د آسان خدمت ادارې رهبري پلاوي د دې ادارې د رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت له وزیر ښاغلي پوهنمل ډاکټر نجیب الله خواجه عمري سره د یاد وزارت د عامه خدمتونو د پروسو د ساده کولو په اړه ناسته وکړه.
په پېل کې ښاغلي څمکني د آسان خدمت ادارې د جوړښت، لاسته راوړنو، پلانونو او کاري ماموریت په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د ښاغلي وزیر له لوري یې هرکلی وشو. 
ښاغلي خواجه عمري وویل، چې زه د آسان خدمت په اړه کافي معلومات لرم او دا اداره راته یوه انقلابي اداره ښکاري، چې د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې به یو ژور بدلون رامنځته کړي. که څه هم د لوړو زده کړو وزارت د وړاندې کېدونکیو عامه خدمتونو پروسې تر ډېره کمپیوټري شوي، او هره ورځ نږدې ۱۵۰۰ مراجعین پالي؛ خو لا هم اړتیا شته، چې د آسان خدمت په څېر د یوې مسلکي ادارې له لوري یې پروسې مطالعه او ساده کړای شي، چې د هیوادوالو د لاهوساینې سبب ورګرځي. 
په دې ناسته کې هوکړه وشوه، چې آسان خدمت اداره به د لوړو زده کړو وزارت:
د خصوصي پوهنتونونو د جوازونو پروسه
د خصوصي پوهنتونونو د لسانس او ماسټرۍ اسنادو وېش پروسه
د دولتي پوهنتونونو د لسانس او ماسټرۍ اسنادو وېش پروسه
د بورسونو پروسه
د کورنیو پوهنتونونو د اسنادو تصدیق پروسه
د بهرنیو پوهنتونونو د اسنادو تصدیق پروسه
د تحصیلي پاسپورټ پروسه
او د کانکور د آزموینې پروسه
مطالعه کوي، نقشه کوي، ساده کوي او د حقوقي ټیم له ارزونې وروسته به یې کمپیوټرایز کوي. له دې سره به د یاد وزارت د خدمتونو له پروسو څخه اضافي پړاوونه لرې کړای شي او لازمه آسانتیا به پکې رامنځته شي. 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي