د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

پوهنه وزارت د عامه خدمتونو د پروسو ساده کولو ته ژمن دی





څلورنۍ، ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۷مه

د آسان خدمت ادارې د رئیس ښاغلي محمد نعیم څمکني په مشرۍ یو پلاوي د پوهنې وزارت له وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میروېس بلخي سره د یاد وزارت د عامه خدمتونو د ساده کولو او کمپیوټري کولو په اړه، چې لویه برخه یې د دولسم ټولګي د فارغانو شهادت پاڼې جوړوي، ناسته وکړه.

په دې ناسته کې ښاغلي څمکني د آسان خدمت ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د پوهنې وزارت د خدمتونو د ساده کولو اړوند یې  د ګډ کار غوښتنه وکړه، چې ښاغلي بلخي یې هرکلی وکړ.

ښاغلي بلخي وویل، چې پوهنې وزارت شاوخوا نهه میلیونه (۹۰۰۰۰۰۰) زده کوونکي او نږدې ۲۲۲۰۰۰ ښوونکي لري، چې له یادوو زده کوونکیو څخه یې هر ورځ ۱۴۰۰ وګړي د شهادت پاڼو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي. دوی وویل د دغومره لوی تعداد وګړو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینه ده، چې د آسان خدمت په څېر یوه مسلکي اداره مسوولیت واخلي او د عامه خدمتونو د پروسو ساده کولو او کمپیوټري کولو له لارې د زده کوونکیو لپاره هوساینه رامنځته شي. دوی د ګډ کار کولو د یوې طرحې د چمتو کولو هیله وکړه او د هر ډول مرستې ډاډ یې ورکړ.

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت او آسان خدمت ادارې تر منځ د یو هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته به آسان خدمت اداره د یاد وزارت د بری لیکونو توزیع پروسه، په ښوونځي کې د ګډون پروسه، خصوصي ښوونځیو د جواز پروسه، د ښوونکیو د ګمارنې پروسه، د بورسونو لپاره د نوم لیکنې پروسه او د عامه خدمتونو یو شمېر نورې پروسې مطالعه کوي، نقشه کوي او تر هغې وروسته به یې ساده کوي او په پای کې به یې د هیوادوالو د آسانتیا لپاره د پرمختللې نړۍ په څېر کمپیوټري کوي.

 

 

  • آسان پاسپورټ

    آسان خدمت ادارې د پاسپورټ د ترلاسه کولو پېچلې او وخت نیوونکې پروسې ساده او لنډې کړې دي. هېوادوال اوس کولای شي په خورا کم وخت کې په آنلاین ډول پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره، چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري، فعالیت کوي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو ښېګڼو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي