د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ


د آسان خدمت د ولایتي مرکزونو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم
د عامه خدمتونو د پروسو را لنډولو، برېښنايي کولو او تر یوه چتر لاندې راټولولو په موخه د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۹مه، ولسمشر محمد اشرف غني آسان خدمت ادارې ته حکم کړی چې خپل مرکزونه ولایتونو ته وغځوي.
د یاد حکم پر بنسټ آسان خدمت ادارې ته لارښوونه شوی چې په لومړي قدم کې په هرات، ننګرهار، خوست، بلخ، پکتیا، او کندهار ولایتونو کې خپل مرکزونو جوړ کړي. د چارو د تنظیم په موخه په هره برخه کې اړین لارښودونه او کړندودونه (طرزالعملونه) چمتو کړي او همدا راز ټولو اړوندو ادارو ته د وړتیا لوړونې اغیزمن پروګرامونه برابر کړي.
د دغه حکم له مخې به آسان خدمت اداره د ولایتي مرکزونو د جوړولو لپاره د مالیې وزارت ځانګړې پاملرنه له ځانه سره ولري.
هېره دې نه وي چې په یاد حکم کې ټولو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه شوې چې له خپله اړخه له آسان خدمت ادارې سره لازمه همکاري او نژدې همغږي ولري.

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي