د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ


 

د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د (آسان وظیفې) په نوم د کارموندنې لومړي پورټال پرانېسته وشوه 



 

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت، آسان خدمت ادارې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د بستونو د اعلانونو او کاري فرصتونو د غوره تنظیم لپاره د آسان وظیفې پورټال پرانیسته وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آريوبی نن د آسان خدمت ادارې مسؤولینو په حضور کې د افغانستان په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې د آسان وظیفې په نوم د کارموندنې لومړنی پورټال پرانېست.

ښاغلي آریوبي وویل چې د دغه پورټال د جوړېدو موخه د کاري فرصتونو غوره تنظیم، روڼتیا، د ظرفيت لوړونې چارو سمبالونه او په ټوله کې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور له لارې  له بشري سرچینو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر  وویل چې دا پورټال په حقیقت کې د بشري ځواک، ښوونیزو او اکاډميکو بنسټونو او د کار بازار تر منځ د وصل د نقطې په توګه حسابېږي، د ښوونیزو بنسټونو لپاره زمینه سازي کوي چې د خپلو تازه فارغ شويو محصلانو شهرت په کې رجسټر کړي او هغو ادارو سره چې د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور کې بشري ځواک ته اړتيا لري، د وړ او په کار پوه اشخاصو د پېژندنې او استخدام په برخه کې همکاري کوي چې د وخت او سرچينو د ضیاع مخه هم نيسي.

د يادولو وړ ده چې تر دې وروسته به ټول دولتي کاري فرصتونه د آسان وظیفې پورټال له لارې اعلانېږي او په دې برخه کې د خصوصي سکټور څخه هم هیله کوو چې د اړوندو برخو کاري فرصتونه او د ظرفيت لوړونې پروګرامونو په اړه خپل  پروګرامونه له دې لارې اعلان کړي او شرکتونه هم کولای شي، په لاندې ویب پاڼه کې خپل پروفایل جوړ او د کارموندنې لپاره ترې ګټه واخلي.

www.asanwazifa.gov.af

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي