د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د هېوادوالو د لا هوساینې لپاره د آنلاین پاسپورټ پرانیسته وشوه.



آسان خدمت ادارې د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه وکولای شول ترڅو انلاین پاسپورټ سیسټم ورغوي، چې د پاسپورټ د اخیستلو په پروسه کې د پاسپورټ ادارې کارکوونکو او پاسپورټ اخیستونکې ته خورا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.

پاسپورټ له هیواده بهر د پېژندنې تر ټولو معتبر سند دی او له نېکه مرغه د دغه سند دویم پړاو هم بشپړ شو او دا دی نن د آنلاین پاسپورټ پرانیسته وشوه. د پرانیستې مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی، د کورنیو چارو وزیر ښاغلی مسعود آندرابي، د پاسپورت رئیس ښاغلي  جنرا صبور صبوری، د ولسي جرګې وکیلانو او یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او د کورنیو او بهرینو رسنیو استازو ګډون کړی وه.

پرانیستغونډې ته په وینا کې ښاغلي ښاغلي شهزاد آریوبی آنلاین پاسپورټ په نوې تکنالوجۍ باندې د ادارو د سمبالولو په برخه کې یو مثبت ګام و ارزاوه او له یاد سیسټم څخه یې خوښي وښوده، او زیاته یې کړه«چې د آسان خدمت ادارې اصلي موخې ته په کتلو سره انلاین پاسپورټ د دې ادارې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه و چې نژدې له ۲ کلونو راهیسې یې له کورنیو چارو وزارت سره د پروسو د ساده کولو او برېښنایي کولو کې ګډ کار کړی دی او دا دی له آسان پاسپورټ وروسته نن د انلاین پاسپورټ د پرانیستې شاهدان یو، روڼتیا او شفافیت بغیر له تکنالوجۍ او سیستم څخه ناشوني ده.»

بل خوا د کورنیو چارو وزیر ښاغلي مسعود انداربي یادونه وکړه چې اوس اوس پخواني سیستمونو د له منځه تلو په حال کې دي او له نیکمرغه اوس موږ له وروستۍ تکنالوجۍ څخه استفاده کوو، چې دا تکنالوجۍ به خلکو ته د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې خورا زیاتې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

تر دې وړاندې د پاسپورټ ترلاسه کولو پروسه اوږده، پېچلې او ستونزمنه وه، د ژورو تخنیکي ستونزو له کبله پاسپورټ په نړیوالو معیارونو برابر نه و. سیسټم په کم وخت کې د ډېرو پاسپورټونو د وېش ګنجایش نه درلود. د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره متقاضی باید لږ تر لږه ۱۰ ورځې ستړیا او انتظار ګاللی وای او آن تر دې چې خلکو کولای شوای په یو وخت دویم او درېیم پاسپورټ هم واخلي.

پورته یادو ستونزو ته د پای ټکي د ايښودلو لپاره آسان خدمت ادارې په په لومړي پړاو کې په ۱۳۹۶ کال کې د نوي سیسټم په رغولو باندې پیل وکړ او بلاخره ټولو هغو ستونزو ته یې ځواب ووایه او آسان پاسپورټ پروژه بشپره شوه او ټولې هغه ستونزې وسره له منځه لاړې چې هیوادوال او د پاسپورټ ریاست مسوولین ورسره مخ وو.

آسان پاسپورټ په پروسه کې د پاسپورټ دترلاسه کولو ۱۶ پړاوونه ۴ پړاوونو ته راکم شول، چې د متقاضیانو لپاره یې  منونکې آسانتیاوې رامنځته کړې. د پاسپورټ نوی سیسټم په یو ورځ کې د ۱۰۰۰۰ پاسپورټونو د وېش وړتیا لري، په داسې حال کې چې وړاندې یې د ۲۰۰۰ څخه د زیاتو پاسپورټونو د وېش ګنجایش درلود. نوی سیسټم په نړیوالو معیارونو سمبال دی، په دې معنی چې کره بایومټریک سیسټم لري، له هوايي ډګرونو او سرحدونو سره وصل دی او د ریپورټینګ غښتلې برخه لري.

د دې پروژې د دویم پړاو په توګه د انلاین پاسپورت له پرانیستولو سره اوس هیوادوال کولای شي د آسان خدمت ویبپاڼې(www.asan.gov.af ) او یا هم د پاسپورټ ځانګړې ویبپاڼې (wسww.passport.moi.gov.af ) ته ورشي، آنلاین فورمه ډکه کړي او وایې استوي، سیسټم په اتومات ډول متقاضي ته نوټیفیکیشن ورکوي او د بایومټریک وخت ورته ځانګړی کوي. متقاضي د ډکې کړې فورمې ۳ پرینټه اخلي، یو بانک ته وړي او له مخې یې پیسې تحویلوي، دویم د بایومټریک لپاره د پاسپورټ ریاست ته وړي او درېیم پرنټ له پوسټ خونې څخه د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره ور وړي او په ډېره آسانۍ سره پاسپورت ترلاسه کوي.

د لانورو معلوماتو لپاره:

ویب سایټ : www.asan.gov.af

برېښنالیک: info@asan.gov.af

ته مراجعه وکړئ. 

  • آسان پاسپورټ

    پاسپورټ یو ارزښتناک دولتي سند دی، چې له مخې یې وګړي د نړۍ هر ګوټ ته سفر کولای شي او د په بهرنیو هیوادونو کې د افغان وګړو تابعیت ثابتوي.

  • د ویزې تمدید

    د آسان ویزې خدمتونه د هغو بهرنیو وګړو لپاره دي، چې په افغانستان کې د شتون د مودې غځولو اړتیا لري. د آسان ویزې خدمتونه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۵مه پېل شول او دا مهال جریان لري.

  • آسان جواز

    آسان جواز د ملي او نړیوالو اتباعو لپاره کار کوي چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د کار اجازه لیک ته اړتیا ولري. دا آنلاین خدمت به د ۲۰۱۷ کال د فبروري په ۱۵ پیل شي.

  • د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه

    MSP د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیسټم دی، چې د دولتي کارکوونکو د هوساینې په پار رامنځته شوی. دغه سیسټم د نورو خوبیو تر څنګ ټول دولتي بنسټونه له یو بل سره نښلوي