د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

    د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول او تر یو چتر لاندې راټولول

    د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده.

    پرمختګ

    • د پروسو د ساده کولو متخصصانو د آذربایجان د عامه خدمتونو د پروسو د مطالعې او د څارنې سیسټم د کتنې او د یاد سیسټم د پلي کولو په موخه آذربایجان ته سفرونه کړي.
    • د پروسو د ساده کولو او تر یو چتر لاندې د راټولولو کړندود او کاري میتود چمتو شوي دي.
    • له دولتي او غیر دولتي ادارو د سره غوره همغږي رامنځته شوې ده.
    • د اوو (۷) دولتي ادارو، د عامه خدمتونو ۴۸ پروسې مطالعه او په درې ژبو (پښتو، دري او انګلش) کټلاګ او ترسیم شوې دي.
    • د ۲۳ عامه خدمتونو پروسې ساده شوې او د آسان خدمت په مرکز کې یې د مدغمولو چارې جریان لري.
    • د تقاعد ریاست ستونزي مطالعه شوې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري ټیم په مرسته د ستونزو د حل طرحه چمتو او د پلي کولو په درشل کې ده.
    • په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د کورنیو او بهرنیو وګړو د کار جواز پروسې ساده شوې او د کار جواز د وېش لپاره نوې عصري غرفې جوړې شوې دي.
    • د پاسپورټونو د وېش او د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید پروسې ساده شوې ديد پاسپورټونو د وېش او د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید پروسې ساده شوې دي.
    • د پاسپورټ د وېش ودانۍ طرحه او رغول شوې ده.
    • د حضوري چمن تر څېرمه د سوداګرۍ په خونه کې د کوچنۍ، منځنۍ او لویې مالیې ورکولو د پروسو د ساده
    • سازۍ پلان جوړ شوی او تدارکاتي چارې یې جریان لري.
    • د خدمتونو په اړه د پوښتنې او ځواب ورکونې اسناد په درې ژبو (پښتو، دري او انګلش) کې چمتو شوي دي.
    فعالیتونه تشریحات وضعیت
    د آسان خدمت (آذربایجان) پر اساساتو پوهېدنه د آذربایجان د آسان خدمت پر اساساتو د پوهېدنې په موخه، په بېلابېلو مرحلو کې د یو شمېر کارپوهانو اونیز سفرونه، چې پکې د عامه خدمتونو له وړاندې کولو څخه د څارنې د سیسټم کتنه هم پکې وشوه. بشپړ
    د ساده سازۍ تګلاره د عامه خدمتونو د پروسو د ساده کولو او په آسان خدمت کې د مدغم کولو تګلاره چمتو شوې ده. بشپړ
    د پروسو په ساده کولو کې له اړوندو ادارو سره همغږي د فساد د مخنیوي په پار له IARCDC، HOOAC، DI، USAID او نړیوال بانک سره همغږي بشپړ
    د یو شمېر عامه خدمتونو د پروسو مطالعه او ترسیمول د ۸ ادارو د ۴۸ عامه خدمتونو پروسې مطالعه شوې او په ګرافیکي بڼه په BPMN کې په پښتو، دري او انګلش ژبو فهرست شوې. بشپړ
    ترسره شوې ساده سازي ۴ عامه خدمتونو (پاسپورټ، د کورنیو وګړو لپاره د کار جواز، د بهرنیو وګړو لپاره د کار جواز او د بهرنیو وګړو د ویزې تمدید) ساده کړای شوي دي بشپړ
    د مالیه ورکونې د بهیر ادغام د کوچنۍ، منځنۍ او لویې مالیې د ورکړې، درې واړه خدمتونو یو ځای راټول کړای شول جریان لري
    یو شمېر عامه خدمتونه چې په لومړي پړاو کې ساده شوي دي د ۲۳ عامه خدمتونو پروسې په لومړي سر کې ساده کړای شوې دي، او په ۹ نورو خدمتونو کار جریان لري. جریان لري
  • معلوماتي ټکنالوجي

    معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري. په دې برخه کې لاندې فعالیتونه رانغښتې دي.

  • بشري سرچینې او ټرېنینګ/ حرفوي روزنې

    د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

  • د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول او تر یو چتر لاندې راټولول

    د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده.

  • نشرات او عامه اړیکې

    له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د غوره همغږۍ تر څنګ عامه اړیکې د آسان خدمت له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. دا چې په لومړي سر کې د آسان خدمت مکلفیت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته کول دي؛ نو په همدې اساس د عامه خدمتونو په بیر کې د بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات د دې څانګې بنسټیز مسوولیت دی.

  • پالیسۍ او حقوقي چارچوکاټ

    په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي مطالعه او څارنې ته اړتیا لري.

  • ودانیزې زېربناوې

    د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی.