د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

د آسان خدمت په اړه

د آسان خدمت په اړه

آسان خدمت له آذربایجان جمهوریت څخه د رالېږدول شوي ماډل پر بنسټ، د عامه خدمتونو یو مرکزي ادرس (one stop-shop) دی. د افغانستان اسلامي جمهوریت او آذربایجان جمهوریت د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د آذربایجان جمهوریت د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي اداره مکلفیت لري، چې له آسان خدمت (افغانستان) سره هراړخیزه تخنیکي همکاري وکړي. په دغو همکاریو کې د یادې ادارې له سافټویرونو څخه ګټه اخیستنه، د حقوقي او سټراټیجیکي اسنادو تبادله، ، د روزنې د متودولوژۍ تبادله، د اداري او سازماني جوړښت ملاتړ او همدا راز د آسان خدمت په پرمختیايي مرحله کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې چارې شاملې دي.

لرلید، موخې او مقصدونه

د آسان خدمت لرلید دا دی، چې د عامه خدمتونو په بهیر کې روڼوالی او اغېزمنتیا رامنځته شي، عامه خدمتونو ته د ښاریانو لاسرسی آسان شي او په ټوله کې پر حکومت د خلکو باورمندي ډېره شي.

بنسټیزې موخې

  • د دولت لخوا ټولو وړاندې کېدونکي عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول
  • د وخت نیوونکو او پېچلو پروسو ساده کول
  • د وړ او روزل شوو کارکوونکو په مرسته حساب ورکونه او روڼوالی رامنځته کول
  • د خصوصي سکټر وړاندې کېدونکو خدمتونو ته وده ورکول او د پانګه اچوونکو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرول
  • د غوره برښنايي خدمتونو او برښنايي حکومتولۍ لپاره زمینه برابرول

آسان خدمت د هېوادوالو لپاره څه کوي

د آسان خدمت له ایجاد سره به هیوادوال وکولای شي، چې ټول عامه خدمتونه (پاسپورټ، تذکره، نکاح پاڼه، طلاق پاڼه، د مړینې سند، د کار جواز او...) د آسان خدمت له څانګو څخه د ټاکلي لګښت په بدل کې، تر یو چتر لاندې ترلاسه کړي. د معیار د خوندیتوب په پار به د عامه خدمتونو له بهیر څخه جدي څارنه او ارزونه کېږي. د عامه خدمتونو اړوند لارښوونو لپاره به یو معلوماتي مرکز (کال سنټر) جوړ شي، چې خلک وکولای شي له دې لارې پر وخت او کره معلومات ترلاسه کړي. د سوداګریزو شرکتونو لپاره به سرې کرښې مشخصې شي، پر دولتي بنسټونو به د سرمایه اچوونکو باورمندۍ پیاوړې شي، د عایداتو د راټولولو پروسه به رڼه شي او په ټوله کې به پر حکومت باندې د خلکو د باورمندۍ کچه پورته شي.

آسان خدمت ماډل

د آسان خدمت ماډل پر خدماتي مرکزونو متکي دی، چې د روڼوالي او اغېزمنتیا رامنځته کولو تر څنګ ټول عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې پکې وړاندې کېږي. دغه خدمتونو د اړوندو ادارو د کارکوونکو له لورې هغه مهال وړاندې کېږي، چې کله یاد کارکوونکي د آسان خدمت له لورې وروزل شي او د دې جوګه شي، چې د آسان خدمت په معیارونو پوره خدمتونه وړاندې کړای شي. د آسان خدمت پر مرکزي ادارې سربېره خلک کولای شي، چې د معلوماتي مرکز (کال سنټر)، ویب پاڼې او په ټولنیزو شبکو کې د یادې ادارې له پاڼو څخه د عامه خدمتونو اړوند هر ډول معلومات ترلاسه کړي. همدا راز هیوادوال کولای شي، چې له خپل کارځایونو، دفترونو او کورونو څخه ګرځنده خدمتونه (موبایل سرویس) ترلاسه کړي.

د آسان خدمت اداري جوړښت

موخه د یو ځانګړي ارګان رامنځته کول دي چې وکولای شي د عامه خدمتونو د کیفیت ساتلو په پار، د آسان خدمت سیمه ایز مرکزونه جوړ، حمایه او کنټرول کړي. د یوې ملي ادارې په توګه، د دغه ډول لویو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازمه ده چې یو منلی اداري جوړښت رامنځته شي تر څو وکولای شي د آسان خدمت سیمه ایز او ولایتي مرکزونه رهبري او مدیریت کړي.

د آسان خدمت مرکزونه

د آسان خدمت مرکزونه هغه عملیاتي ځایونه دي چې په هغو کې اړوند دولتي ادارې بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي. په دغو مرکزونو کې ټول عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې وړاندې کېږي او خلک له خدمت وړاندې کوونکو سره نیغ په نیغه اړیکه لري. هغه هیوادوال چې د عامه خدمتونو غوښتونکي دي، د بیروبار د مخنیوي په پار باید په خپله او یا هم د آسان خدمت د کارکوونکو (خدماتي څانګې) په مرسته د نوبت اخیستنې له برښنايي سیسټم څځه نوبت واخلي. د دغو مرکزونو کارکوونکي یا د آسان خدمت دایمي کارکوونکي دي، یا روزل شوي داوطلب (والنټئر) کارکوونکي دي او یا هم د اړوندو دولتي ادارو هغه کارکوونکي دي چې د آسان خدمت لخوا یې روزنه شوې ده. د دې تر څنګ خصوصي سکټر هم هڅول کېږي، چې خپل خدمتونه د آسان خدمت له مرکزونو څخه په باکیفیته توګه وړاندې کړي.

د خلکو او سوداگرو لپاره خدمتونه

  • د کار جواز، تقاعد، د معلولینو لپاره مالي ملاتړ
  • د وړې، منځنۍ او لویې مالیې ورکول، TIN یا د تشخیص نمبر، بیمه، د اتحادیې جواز
  • د موټرو د پېرلو او پلورلو او رجسټرېشن، د ټکسي، ټرانسپورټ او موټر چلونې جواز
  • تذکره، د مړینې سند، د جرمونو ثبت، د پولیسو ثبت
  • کار د سوداګرۍ، درملتون او د پانګه اچونې جواز، سوداګریز بلنلیکونه
  • پاسپورټ، د ویزې نوي کول، د نړیوالو حقوقي او ټولنیزو سندونو تصدیق
  • د واده سند / نکاح پاڼه
  • قباله، د قانوني ملکیت رجسټرېشن

ضرب الاجلونه او زماني جدول

آسان خدمت په ۵ مرحلو کې پلي کېږي:

  • پېلیزه مرحله
  • لومړنۍ مرحله
  • دویمه مرحله
  • درېیمه مرحله
  • څلورمه مرحله
مرحله تشریحات فعالیتونه
پېلیزه مرحله (بشپړه شوې) په پېلیزه مرحله کې د پروګرام پېل تدابیر، امتحاني دوره او د ۲۰۱۶ کال تر آخره پورې د طرحې صدق شامل دي
  • له آذري متخصصینو سره په ګډه ټولنیزه، حقوقي او تخنیکي ارزونه
  • د عالي اقتصادي شورای له لورې د طرحې تصویب
  • د کاري ټیم ګمارنه او د لازمو بجهیزاتو په لرلو سره د دفترونو جوړول
  • د آسان خدمت د پروګرام پلي کولو لپاره د طرحې او کاري پلان چمتو کول
  • د آذربایجان او افغانستان دولت تر منځ د هوکړه لیک ترتیب او لاسلیک
  • د آسان خدمت د لومړني مرکز او اداري ودانۍ لپاره د مناسبې ځمکې ټاکل او انقالول
  • د آسان خدمت په لومړني مرکز کې د مدغم کېدوونکو عامه خدمتونو ټاکنه، ارزونه او په دې اړه آنلاین ټولپوښتنه
  • د آسان خدمت د اداري ودانۍ او لومړني مرکز د ودانۍ ډیزاین
  • د سافټویرونو د انتقال او برابرونې لپاره د مناسبې لارې ټاکل
  • امتحاني مرحله او د طرحې صدق
اوله مرحله له اولې مرحلې وروسته په ۲۰۱۷ کال کې به اداري ودانۍ او د لومړنی خدماتي مرکز په بشپړ ډول چمتو وي
  • د آسان خدمت اداري ودانۍ او لومړنی خدماتي مرکز بشپړول
  • د عامه خدمتونو د پرسو ارزونه، ساده کول او د آسان خدمت په مرکزونو کې د هغو مدغمول
  • اداري او اپراتیفي سافټویرونه د افغانستان په شرایطو تعدیلول او برابرول
  • د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د زیربناوو برابرول
  • د ټرینینګ او روزنیز ټیم تشکیل
  • اداري تشکیل جوړول
  • د عملیاتي ټیم ګمارل
  • د اړوندو ادارو د کارکوونکو په ګډون د آسان خدمت د مرکز د عملیاتي ټیم ظرفیت لوړول
  • خدمت د آسان خدمت د اداري مرکز او خدماتي مرکزونو د مدیریت او څارنې لپاره تشکیل جوړول
  • په کابل او حوزو کې د آسان خدمت د نورو مرکزونو د جوړولو لپاره هر اړخیز چمتووالی
دویمه مرحله په پام کې ده چې په دې مرحله کې به د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۳ خدماتي مرکزونه په کابل او دوه په پلان شوو حوزو کې جوړ شي. د دې تر څنګ به د آسان خدمت له مرکز څخه د وړاندې کېدوونکو خدمتونو ارزونه وشي او نیمګړتیاوې به ختمې شي.
  • په خیرخانه کې د آسان خدمت مرکز
  • په خوشحال خان مېنه کې د آسان خدمت مرکز
  • په احمد شاه بابا مېنه کې د آسان خدمت مرکز
  • په پل سرخ واټ کې د آسان خدمت مرکز
  • د پروګرام له پرمختګ او اړتیاوو مطابق به نور خدمتونه هم زیات کړای شي
درېیمه مرحله په دې مرحله کې په زونونو کې د آسان خدمت د مرکزونو جوړول او په مرکزونو د علمیاتي پروسو د ستونزو حل او وده په نظر کې نیول شوې ده.
  • په مزار شریف کې د آسان خدمت مرکز
  • په هرات کې د آسان خدمت مرکز
  • په کندهار کې د آسان خدمت مرکز
  • په ګردېز کې د آسان خدمت مرکز
  • په جلال آباد کې د آسان خدمت مرکز
  • په کندوز کې د آسان خدمت مرکز
څلورمه مرحله په دې مرحله کې د ولایتونو په مرکزونو کې د آسان خدمت د مرکزونو جوړول او د عملیاتي پروسو لا پرمختګ په پام کې نیول شوی دی
  • خوست، غزنی، فیض آباد، فراه، چاریکار، چغچران، بازارک، بامیان، زرنج، ترینکوټ، تالقان، شبرغان، شرنه، سرپل، سمنګان، قلات، قلع نو، پل خمری، پل آلم، پارون، نیلی، مهترلام، میمنه، میدان ښار، محمود راقی، لشکرګاه او اسدآباد