د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

2014 04 NOV

198 comments

د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه (MSP)

د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه (MSP) د دولت له لوري شخص ته د پیسو د ورکړې (G2P) د برښنايي کولو او د مالي مشارکت د تقویې په برخه کې عمده رول لوبوي. د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو په وزارت کې، د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې له یوې امتحاني دورې وروسته جلالتمآب جمهور رئیس په پوهنې وزارت او نورو وزارتونو کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې د پراختیا مسوولیت آسان خدمت ادارې ته وسپاره. د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه (MSP) به په افغانستان کې د اصلاحاتو، برښنايي حکومتولۍ او د مالي چارو د تقویې یوه مهمه برخه وي. افغانستان په ۲۰۱۵ ز کال کې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې خدمتونو ته ورداخل شو.

د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې لومړنۍ تجربه په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ترسره شوه، چې دا مهال نږدې ۴۰۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې خپل معاشونه ترلاسه کوي. یاد وزارت هوډ لري، چې دغه بهیر ولایتونو ته هم وغځوي او خپل ولایتي کارکوونکي هم له دغه سیسټم څخه مستفید کړي. همدا راز د یاد سیسټم بله برخه د کورنیو چارو وزارت ۱۵۰۰۰ منسوبین وو، چې په ۱۲ ولایتونو او ۴۹ ولسوالیو کې اجرا شو. د افغانستان اسلامي جمهوریت هوډ لري، چې د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه د پوهنې وزارت په مرسته په درېیو ولایتونو (ننګرهار، فراه، پروان) کې، د یاد وزارت د کارکوونکو (معلمانو) لپاره عملي کړي.

فعالیتونه تشریحات وضعیت
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نږدې ۴۵۰۰ کارکوونکي د موبایل له لارې معاشونه ترلاسه کوي. آسان خدمت د دې پروژې د پلي کولو او ولایتونو د پراختیا مسوولیت لري. جریان لري
د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د کورنیو چارو وزارت نږدې ۱۵۰۰۰ کارکوونکي او خپل میاشتني حقوق د موبایل له لارې ترلاسه کوي. آسان خدمت د پروسو د ساده کولو او د دغه بهیر د پراختیا مسوولیت لري. جریان لري
د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د پوهنې وزارت کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه په ننګرهار، فراه او پروان ولایتونو کې پېل شوه، چې تدارکاتي او د قرارداد چارې یې له مخابراتي شرکتونو سره په جریان کې دي. جریان لري
د نورو وزارتونو کارکوونکو ته د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه د موبایل له لاري د معاشونو ورکړه به په نږدې راتلونکي کې ټولو وزارتونو ته وغځېږي. جریان لري
  • آسان پاسپورټ

    د پاسپورټ عمومي ریاست، چې په کارته چهار کې موقعیت لري، هره ورځ نږدې ۲۵۰۰ غوښتلیکونه ترلاسه کوي او ورځ تر بلې د پاسپورټ غوښتونکي زیاتېږي. . آسان خدمت اداره له ډېرو هلو ځلو وروسته وتوانېدله چې پېچیده پروسې ساده او نوی سیسټم جوړ کړي. متقاضیان اوس کولای شي په کم وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

  • آسان ویزه

    هغه بهرني وګړي چې د کار او یا سیاحت په پار د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي، د ویزې تمدید ورته اړین دی. د ویزې د تمدید ټول خدمتونه د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې وړاندې کېږي، چې پروسې یې د آسان خدمت ادارې لخوا ساده کړای شوې دي. د ویزې تمدید په دوه برخو (آنلاین او آفلاین) وېشل کېږي.

  • آسان جواز

    هر افغان چي په دولتي یا خصوصي ادارو کې کار کوي، باید د کار جواز ولري. د کار جواز د ترلاسه کولو لارې چارې لاندې مشخصې شوې دي. متقاضي کولای شي، چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بشري ځواک ریاست له اړوندې څانګې څخه، یا د ګمارونکې ادارې له بشري سرچینو څانګې، یا د یاد وزارت له ویبپاڼې او یا هم د آسان خدمت ادارې له ویب پاڼې څخه د غوښتنې فورمه ترلاسه کړي.