د عامه خدمتونو د يو دريد شاپ

    معلوماتي ټکنالوجي

    معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري. په دې برخه کې لاندې فعالیتونه رانغښتې دي.

    • د فعلي سافټویرونو ارزونه
    • د عامه خدمتونو لپاره د اړینو سافټویرونو پېژندنه او چمتوالی
    • د آسان خدمت (آذربایجان) څخه د رالېږدول شوو سافټویرونو سمونه او ایډیټ
    • د پخوانیو سافټویرونو او نوو پرمختللو سافټویرونو ترتیب
    • د اړینو هارډویرونو ارزونه او د غوښتنې پر بنسټ نصبول (انسټالول)
    • له اړوندو دولتي ادارو سره د غوره همغږۍ په پار د اړیکو ټکنالوجي چمتو کول

    د عامه خدمتونو د یو چتر لاندې راټولولو لپاره د انسجام یو ځانګړی سیسټم باید جوړ شي. د آسان خدمت د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګه به د حساسیتونو په پام کې نیولو سره، د غوره ټکنالوجۍ له لارې ټول عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې راټول کړي، چې دا به له هیوادوالو سره د غیر پېچلو عامه خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

    دلته یو شمير داسي دولتي خدمتونه دي، چې کارونه یې د پخوا په څېر کاغذي او قلمي دي، او لا هم برښنايي شوي نه دي. د آسان خدمت د ټکنالوجۍ څانګه مسوولیت لري، چې له اړوندو ادارو سره له سلا مشورې وروسته، له ډیجیټلي زیربناوو څخه په ګټه اخیستنې، د دغو دولتي ادارو د خدمتونو د پروسو په برښنايي کولو کې مرسته وکړي. هغه دولتي ادارې، چې په ځینو برخو کې د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې له یو شمېر ننګونو سره مخ دي، د آسان خدمت اداره هوډ لري، چې له دغو دولتي ادارو سره د پرمختللې ټکنالوجۍ په ورکولو سره مرسته وکړي.

  • معلوماتي ټکنالوجي

    معلوماتي ټکنالوجي د آسان خدمت په طرحه کې بنسټیز رول لوبوي. د عامه خدمتونو د ساده کولو او وصل کولو لپاره اړینه ده چې د آسان خدمت له لارې د برښنايي حکومتولۍ یو چارچوکاټ رامنځته شي. د دې تر څنګ د آسان خدمت مرکزونه د عملیاتو لپاره پراخې سافټویري ټکنالوجۍ ته اړتیا لري. په دې برخه کې لاندې فعالیتونه رانغښتې دي.

  • بشري سرچینې او ټرېنینګ/ حرفوي روزنې

    د آسان خدمت ماډل بریا د مدیریتي او عملیاتي کارکوونکو په کیفیت پورې تړلې ده. د دې کاري برخې (بشري سرچینو) موخه د مستعدو کارکوونکو ګمارنه او تقویه ده. د آسان خدمت د کارکوونکو او د اړوندو ادارو د کارکوونکو روزنه د آسان خدمت له بنسټیزو موخو څخه ده. یو غوره کړندود او د څارنې او ارزونې یو کره سیسټم به رامنځته شي، چې وکولای شي د معیاري عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

  • د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول او تر یو چتر لاندې راټولول

    د دغي برخي کار د عامه خدمتونو د پېچلو پروسو ساده کول او ټول خدمتونه تر یو چتر لاندې راټولول دي، چې د آسان خدمت د طرحې اډانه تر ډېره په همدې برخې ولاړه ده.

  • نشرات او عامه اړیکې

    له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د غوره همغږۍ تر څنګ عامه اړیکې د آسان خدمت له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي. دا چې په لومړي سر کې د آسان خدمت مکلفیت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې آسانتیاوې رامنځته کول دي؛ نو په همدې اساس د عامه خدمتونو په بیر کې د بدلونونو او پرمختګونو په اړه معلومات د دې څانګې بنسټیز مسوولیت دی.

  • پالیسۍ او حقوقي چارچوکاټ

    په دې څانګه کې د پالیسۍ، سټراټیجي او د حقوقي چارچوکاټ برخې شاملې دي، چې وکولای شي د آسان خدمت اداره د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه له حقوقي خنډونو وژغوري. د عامه خدمتونو د پروسو ساده کول، د آسان خدمت ادارې حقوقي حیثیت او اداري چارې، د نوې ټکنالوجي معرفي کول او د عامه خدمتونو پروسې برښنايي کول یوې حقوقي مطالعه او څارنې ته اړتیا لري.

  • ودانیزې زېربناوې

    د آسان خدمت د مرکزي ادارې او د لومړني خدماتي مرکز لپاره ځانګړې ودانۍ جوړېږي، چې د خدمتونو ټولې سیمه ایزې او ولایتي څانګې کنټرول او اداره کوي. د یادې ودانۍ ډيزاین د ځانګړو لارښودونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ چمتو شوی دی.