قضايي او حقوقي

حقوقي چارچوکاټ
دا کاري برخه د ادارې په حقوقي چورچوکاټ کار کوي ترڅو د آسان خدمت ادارې فعالیتونه حقوقی بڼه خپله کړي. د خدماتو د پروسو ساده کول هم جدي حقوقي څارنې ته اړتیا لري. او ددې ترڅنګ د آسان خدمت ادارې ایجاد یوه اساسي حقوقي بنسټ ته اړتیا لري چې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې رامنځ ته شوي وي. د نویو ټکنالوژیو وړاندې کول او د خدمتونو برقي کول هم یو لړ حقوقي بنسټونو ته اړتیا لري. ددې ادارې ستراتیژیک پلان او لارښود هم ددې کاري برخې په له مسؤلیتونو څخه دی.
ددې لپاره چې د ادارې حیثیت، د صلاحیتونو محدوده او د فعالیتونو ډول مشخص شي د قانون مسوده چمتو شوې، چې د موجوده پروسیجرونو له لارې به د طی له تکامل سره نافد شي.
ددې ترڅنګ د یاد قانون په مسودې کې د ذکر شویو مقررو د تسوید کار په لومړيتوب کې نیول شوی او ټاکل شوې چې د روان کال د غویي د مایشتې ترپایه بشپړې شي، لدې نه علاوه د ادارې د چارو د تنظیم په موخه د طرزالعملونو او لایحو لیست جوړ شوی چې ټاکل شوې د آسان خدمت لومړي مرکز له پیل څخه مخکې بشپړې شي.
د حقوقي څانګې په دندو کې د آذربایجان هېواد د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې، د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د کورنیو چارو وزارت سره د هوکړه لیکونو د مسودې چمتو کول هم ؤ ترڅو د یادو ادارو سره حقوقي رابطه جوړه شي او د هوکړه لیکنو د مقاصدو د بشپړلولو په موخه زمینه سازي وشي.
د طرزالعملونو او لایحو لیست په لاندي ډول دی:

شمیره د سند عنوان
1 د آسان خدمت مرکزونو د کارمندانو او د ذیدخلو اداراتو د کارمندانو د مکافاتو او مجازاتو مقرره
2 د آسان خدمت ادارې د بانکي حساب څخه د استفادې مقرره
3 د داوطلبو کارمندانو د استخدام کړنلاره
4 په آسان خدمت مرکزونو کې د خدمتونو د وړکړې کړنلاره
5 د عامه خدمتونو د وېش څخه د نظارت کړنلاره
6 د پروسیجرونو د تغیر او د ساده سازۍ کړنلاره
7 د آسان خدمت د تسهیلاتو څخه د استفادې کړنلاره
8 د کال سنټر او د شکایاتو د مرکز کاری لایحه
9 په آسان خدمت مرکزونو کې د خصوصي سکتور د خدمتونو د تنظیم او ورکړې کړنلاره
10 د آسان خدمت ادارې د ریاستونو د دندو او د روابطو لایحه
11 د آسان خدمت ادارې د یونیفورم لایحه
12 د آسان خدمت مرکزونو د کارمندانو د اخلاقې رویې لایحه