معلوماتي ټکنالوژي

معلوماتي ټکنالوژي او سافټویرونه د آسان خدمت په طرحه کې کلیدي رول لوبوي. د خدمتونو مدغمول او د امکان تر حده د برښنايي کول د برښنايي حکومتولۍ چارچوکاټ ته اړتیا لري. سربېره پر دې د آسان خدمت مرکزونه په سافټویرونو پراخه اتکا لري.
دا څانګه لاندې مسؤلیتونه لري:
• د سافټویرونو په برخه کې د اړتیاوو هر اړخیزه ارزونه
• د برښنايي عامه خدمتونو د زیربنا لپاره د اړینو سافټویرونو ټاکل
• د آذربایجان آسان خدمت له خوا ترلاسه کېدوونکي سافټورونه د افغانستان په شرایطو جوړول او هغو ته جوړښت ورکول
• د ترلاسه شوو سافټویرو فعالول او خپرول
• د اړینو هارډویرونو بشپړه ارزونه او دهغو نصبول او آزموینه
• د معلوماتي زیربنايي اړیکو ډیزاین، ارزونه او پليکیدل
سربیره پر دې آسان خدمت به د اسنادو د خوندیتوب لپاره یو پرمختللی او مجهز مرکز شي. د آذربایجان آسان خدمت، چې د افغانستان آسان خدمت ته کوم سافټویرونه ورکوي، هغه ټول به فعال او د ګټې اخیستنې وړ وي. دغه سیسټمونه په درې برخه وېشل شوي:
• ملاتړي سیسټمونه: د صف بندۍ سیسټم، د خدمتونو د وړاندې کولو د څارنې او ارزونې سافټویر، د سروې او فیډبیک سیسټم (د خلکو د نظرونو راټولوونکی) او د اړیکو مرکز (کال سنټر)
• د خدمتونو وړاندې کوونکي سیسټمونه: د پېژندپاڼو د وېش سیسټم، د پاسپورټ د وېش سیسټم، د موټر چلونې د جواز سیسټم، د مالیاتو د ثبت سیسټم، د ګمرکونو د ثبت سیسټم، د عامه خدمتونو د برښنايي ثبت سیسټم
• د آسان خدمت داخلي سیسټمونه: د بشري سرچینو د مدیریت سیسټم، د اسنادو د مدیریت سیسټم، د مالي چارو د مدیریت سیسټم، د آرشیف (انټرانټ) سیسټم او آي پي تیلفوني سیسټم
د معلوماتي ټکنالوجۍ ټیم د عامه خدمتونو د سیسټم ستونزو حل په موخه د اړوند ادارو سره همکاري کوي ترڅو اړوند عامه خدمتونه د آسان خدمت مرکز کې د ادغام دپاره چمتو شي. اوس مهال لاندې کړنې په جریان کې دي:
• کار ټولنیزو چارو ،شهیدانو او معلولینو وزات: د کار بازار معلوماتو سیسټم (LMIS) ، آسان وظیفه(Asan Wazifa)
• کورنیو چارو وزارت: مطالعه،ډیزاین او د تخنیکي ستونزو حل د پاسپورت او ثبت احوال نفوسو ریاست لپاره
• کورنیو چارو وزارت: مطالعه،ډیزاین او د تخنیکي ستونزو حل د وسایطو جوازسیر لپاره
• کورنیو چارو وزارت: څارنه او څیړنه د برښنایی تذکرو سیسټم لپاره
• کورنیو چارو وزارت: د بیومتریک سیسټم مطالعه او د نورو دولتي ادارو سره د وصل او همغږۍ لپاره ډیزان
• مالیېې ورازت : د عوایدو ریاست د اپلیکېشنونو مطالعه، ‌ډیزاین او انظمام او په آسان خدمت مرکزونو کې دې دغو خدمتونو تنظیمول.
• د آذربایجان آسان خدمت: د سافټ ویر سیسټمونو مطالعه او ستراتیژیک پلانونو جوړونه د سیسټمونو ځانګړي کول چې عبارت دي له: د عامه خدمتونو لپاره آنلاین ثبتول( E-registry for public services) او بشري منابعو سیسټم (HR Management)