آسان خدمت

د افغانستان اسلامي جمهوریت د آسان خدمت په نوم یوه نوې طرحه چمتو کړه، چې اوس مهال د مالیې وزارت تر سیوري لاندې هیوادوالو ته د One-stop shop په بڼه عامه خدمتونه وړاندې کوي. د دغه پروګرام د پېل موخه د دولتي عامه خدمتونو، د متشبثینو لپاره د دولت له خوا وړاندې کېدونکي خدمتونو او د خصوصي سکتور عامه خدمتونو تر یو چتر لاندې راوستل دي. آسان خدمت به د عامه خدمتونو بهیر ته روڼوالی او اغېزمنتیا ور وبښي او د خلکو او متشبثینو د اړتیاوو او غوښتنو په ځواب کې به د دولت چلند ته چټکتیا ورکړي.

ولې آسان خدمت؟

عامه خدمتونه دي، چې خلک او متشبثین له دولت سره نښلوي. بدبختانه په افغانستان کې د عامه خدمتونو اوسنۍ پروسې قلمي، پېچلې وخت ضایع کوونکې او له فساده ډکې دي. سربېره پر دې د وړ او قرباني ورکوونکو کارکوونکو له لاسه ورکول، دولت له یو لړ ننګونو سره  مخ کوي:


•    د خلکو د باور ترلاسه کولو په برخه کې د دولت ناکامي
•    د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لښتونو ډېروالی
•    ملي عواید له لاسه ورکول
•    پر جعلي اسنادو د خلکو اتکا
•    د پانګوالو د اعتماد کمښت
•    د پانګوالو لوړ لګښت او د اعتماد نشتوالی
•    د خلکو نارضایتي او بې باوري

دغو ننګونو ته د رسیدګۍ لپاره، د آسان خدمت طرحه، چې د آسان خدمت ادارې جوړښت او اساسنامه پکې مشخص کړای شوې وه، د اقتصادي عالي شورای په یوولسمه غونډه کې چې د ۱۳۹۴ د کب په ۲۳مه (۲۰۱۶ د مارچ ۱۳مه) په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې ترسره شوه، تائید او تصویب شوه. دغه تصمیم د وزیرانو شورای د ۳۸مې غونډې (۱۳۹۴ د سلواغې ۱۱مه) پر بنسټ ونیول شو، چې پکې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو د اوسني پروسجرونو د ساده کولو پرېکړه شوې وه.