د آسان خدمت ماډل

آسان خدمت یو ماډل دی، چې د عامه خدمتونو په وړاندې کوونکو مرکزونو کې د روڼوالي او اغېزمنتیا په موخه ایجاد شوی دی. په دغو مرکزونو کې به نه یوازې د دولتي سکتور؛ بلکې د خصوصي سکتور عامه خدمتونه او د متشبثینو لپاره وړاندې کېدونکي خدمتونه به هم را یوځای شي او په غښتلې بڼه به وړاندې شي.  له آسان خدمت څخه وړاندې کېدونکي خدمتونه به په خپله د اړوندو ادارو د کارکوونکو په وساطت وړاندې کېږي؛ البته په هغې روزنیزې دورې کې تر بري وروسته، چې د آسان خدمت له خوا د اړوندو ادارو کارکوونکو ته دائرېږي

د آسان خدمت اداري جوړښت

موخه د یو ځانګړي ارګان ایجادول دي، چې د آسان خدمت ټول مرکزونه تاسیس او کنټرول کړي او همدا راز ملاتړ او څارنه یې وکړي. په ملي کچه یو لړ اړتیاوو ته د رسیدګۍ پر بنسټ باید داسې یوه اداره رامنځته شي، چې نه یوازې په مرکز (کابل) کې؛ بلکې په زونونو او ولایتونوو کې د آسان خدمت د مرکزونو رهبري، مدیریت او څارنه وکړي. د آسان خدمت د دندو لایحه په بل فصل کې په لنډه توګه تشریح شوې ده.

د آسان خدمت مرکزي اداره

د آسان خدمت مرکزي اداره به د یو مدیریتي واحد په توګه مرکزي او اجرایوي رول لري، یعني د آسان خدمت د مرکزونو د فعالیتونو د مدیریت او همغږي کولو مکلفیت لري. سربېره پر دې، یاده اداره به لاندې مکلفیتونه او مسوولیتونه لري:

•    د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ستراتېژۍ او پالیسي جوړول
•    د اغېزمنتیا، روڼوالي، مسوولیت او د هیوادوالو د هوساینې په منظور به د آسان خدمت له مرکزونو څخه وړاندې کېدوونکي عامه خدمتونه همغږي کوي
•    د قانونی د پلي کولو له لیدلوري به د کیفیت او روڼوالي په منظور د آسان خدمت له مرکزونو څخه د وړاندې شوو عامه خدمتونو ارزونه کوي.
•    قانون ته د پابندۍ او اخلاقي چلند په منظور به د آسان خدمت په مرکزونو کې د ادغام شوو دولتي ادارو د کارکوونکو کنټرول او څارنه کوي.
•    د یو ماډرن چارچوکاټ پر بنسټ به د برښنايي خدمتونو د وړاندې کولو سهولت برابروي.
•    د مهاتونو، اخلاقي چلند، د خلکو د تهاجم مدیریت، له مشتریانو سره د ښه سلوک او د بین الفردي اړیکو په برخه به د اړوندو دولتي ادارو کارکوونکو ته بېلابېل رزونیز ورکشاپونه برابروي.
•    د آسان خدمت د مرکزونو کنټرول او څارنه به کوي او د عامه پوهاوي مکلفیت به لري.
•    دولتی د دولتي بنسټونو له خوا په وړاندې کېدونکو عامه خدمتونو کې د ټولنیزو نوښتونو رامنځته کولو په موخه به څېړنه کوي.
•    د ټکنالوژۍ د ارتقا، اطلاعاتي سیسټمونو او ډیټابیس به برخه کې به، په برښنايي بڼه د خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د دولتي بنسټونو لخوا د وړاندې شوو خدمتونو شننه کوي
•    د آسان خدمت په ویبپاڼه کې د عامه خدمتونو د کړندودونو، اړینو اسنادو او د خدمتونو د وړاندې کولو د کړنلارو ثبتول
•    د آسان خدمت د مرکزونو پلان کول او جوړول

د آسان خدمت مرکزونه

د آسان خدمت خدماتي مرکزونه به عملیاتي ساحې وي، چې له هغو څخه به اړوندې دولتي ادارې بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي. په دغو مرکزونو کې به ټاکل شوي عامه خدمتونه تر یو چتر لاندې هیوادوالو ته وړاندې کېږي او خلک به نیغ په نیغه په ټاکل شوو غرفو (کاونټرونو) کې د خدمتونو له وړاندې کوونکو سره په اړیکه کې وي. د آسان خدمت مرکز ته له ننوتلو سره سم، درخواست کوونکی لومړی باید د اسان خدمت د کارکوونکو او یا هم د برښنايي صف بندۍ سیسټم له لارې خپل ځان ثبت او رجسټر کړي.

د آسان خدمت د مرکزونو عملیاتي کارکوونکي به یا د آسان خدمت دایمي کارکوونکي وي، یا به هغه رضاکاران وي، چې د آسان خدمت له خوا روزل شوي او ګمارل شوي وي او یا به هم د اړوندو دولتي ادارو هغه کارکوونکي وي، چې د آسان خدمت له لوري یې روزنه شوې وي. پر دولتي عامه خدمتونو سربېره به خصوصي سکتور هم وهڅول شي، چې خپل خدمتونه د آسان خدمت له مرکزونو څخه وړاندې کړي.