په بروکسل کنفرانس کې د آسان خدمت په اړه د ولسمشر ژمنې

    ۱۳۹۵ د تلې ۱۵مه – ۲۰۱۶ د اکتوبر ۶مه
    د بروکسل کنفرانس، چې د ۷۰ هیوادونو او شاوخوا ۳۰ مرستندویه بنسټونو له خوا د افغانستان په ملکي برخه کې، د همکارۍ په موخه دایر شوی ؤ، نن پنجشنبه د تلې په ۱۴مه پای ته ورسېد.د آسان خدمت رئیس ښاغلی شهزاد آریوبي هم د ولسمشر په مشرۍ له لوړپوړي دولتي پلاوي سره، په بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی ؤ، چې نن د تلې په ۱۵مه بېرته راستون شو.

    په دغه کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې، له نړیوالو سره ژمنه وکړه، چې د ۲۰۱۷م کال تر پایه به په پلازمېنه کابل کې د آسان خدمت مرکزي دفتر پرانيزي، چې پکې به له ۱۵ څخه تر ۲۵ عامه خدمتونه ولس ته تر یوه چتر لاندې وړاندې کېږي. همدا راز د ۲۰۱۸م کال تر پایه به د آسان خدمت درې نور مرکزونه په کابل او دوه مرکزونه په ولایتونو کې پرانیستل کېږي. د کنفرانس د ګډونوالو له لوري د افغان دولت د دې ژمنې هرکلی وشو او دا یې د راتلونکي لپاره  د حکومت یوه اغېزمنه لاسته راوړنه وبلله.
    د ولسمشر په وینا آسان خدمت هغه اداره ده، چې د اداري فساد له منځه وړلو او د ولسي ملاتړ په ترلاسه کولو کې له حکومت سره مرسته کوي.