د آسان خدمت مسلکي ټیمونه د آذربایجان له سفر څخه راوګرځېدل

    ۱۳۹۵ د تلې ۲۰مه – ۲۰۱۶ د اکتوبر ۱۱مه
    د آسان خدمت (افغانستان) د معلوماتي ټکنالوجۍ، بشري سرچینو او د ظرفیت لوړونې برخې مسلکي ټیمونو د آذربایجان له آسان خدمت څخه د لیدنې او د آسان خدمت (افغانستان) د کارونو د غوره تنظیم په موخه، دوه اونۍ وړاندې پلازمېنې باکو ته استول شوي وو، چې نن سه شنبه د تلې په ۲۰مه بېرته راستانه شول.

    د معلوماتي ټکنالوجۍ ټیم د آسان خدمت (آذربایجان) د برښنايي خدمتونو اړوند معلوماتو سیسټم (E-Registry of Services)، د بشري سرچینو د تنظیم سیسټم (HR Management System)، د اداري اسنادو د تنظیم سیسټم (Documents Management System)، د مالي چارو د تنظیم سیسټم (Finance Management System)، د نوبت اخیستنې سیسټم (Queue Management System) او د اداري کارونو د څارنې سیسټم (Monitoring System) ژوره مطالعه وکړه او په افغانستان کې یې د دغو سیسټمونو د فعالولو په اړه د آسان خدمت له متخصصینو سره خبرې اترې وکړې.
    د بشري سرچینو او ظرفیت لوړونې ټیمونو د آسان خدمت (آذربایجان)  تشکیلات، د کارکوونکو د ګمارنې، د کارکوونکو د پېژندګلوۍ، د اجرأتو د ارزونې، د کارکوونکو د امتیازاتو او حقونو، د کارکوونکو لپاره د اختیاري او جبري زده کړو او د کارکوونکو د هڅونې کړنلارې او  کړندودونه مطالعه کړل او د دوی له مجربو مسلکي غړو څخه یې د آسان خدمت (افغانستان) د بشري سرچینو د غوره سمبالونې لپاره تجربې ترلاسه کړې.
    همدا راز دغو ټیمونو د هغو نوو فارغ شوو رضاکارانو د ګمارنې کړنلاره، کاري پالیسي او اساسات مطالعه کړل، چې په آذربایجان کې د ظرفیت جوړونې او ظرفیت لوړونې په برخه کې د ټول هیواد لپاره او په  ځانګړي ډول د آسان خدمت (آذربایجان) لپاره ګټور ثابت شوي دي.
    آسان خدمت به په نږدې راتلونکي کې د هېوادوالو د چوپړ لپاره یوه مثالي اداره ثابته شي.