ډیموکراسي انټرنیشنل (DI) له "آسان خدمت" سره همکاري کول غواړي

    چهار شنبه، د ۱۳۹۵ د لړم په ۵مه
    نن چهار شنبه، د ۱۳۹۵ د لړم په ۵مه؛ د "آسان خدمت" عمومي رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د ډیموکراسي انټرنیشنل (DI) ادارې له یو لوړپوړي پلاوي سره لیدنه وکړه، چې پکې د "آسان خدمت" د حقوقي چارچوکاټ تر څنګ د یادې ادارې په اوسنیو فعالیتونو خبرې اترې وشوې.
    ښاغلي آریوبي د "آسان خدمت" پر اوسنیو سرګرمیو او د دې ادارې پر راتلونکو پلانونو رڼا واچوله. دوی د "آسان خدمت" د بشري سرچینو، معلوماتي ټکنالوجۍ، ظرفیت لوړونې او تبلیغاتي کارونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل، چې د پلاوي له لوري یې هرکلی وشو.
    د ډیموکراسي انټرنیشنل (DI)  چیف آف پارټي ښاغلی جیمز واسرسټورم وویل: "له تېرو څو کالونو راهیسې ډي آيي له افغانستان سره د ښې حکومتولۍ او په ځانکړي ډول د عامه خدمتونو د پروسو د ساده سازۍ په برخه کې همکاره پاتې شوې، مونږ غواړو چې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو او په راتلونکي کې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له "آسان خدمت" سره اوږه په اوږه مزل وکړو."