د "آسان خدمت" متخصصینو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له استازو سره معلوماتي ناسته وکړه

    چهار شنبه؛ ۱۳۹۵ د لړم ۵مه – ۲۰۱۹ د اکتوبر ۲۶مه
    د "آسان خدمت" متخصصینو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له استازو سره معلوماتي ناسته وکړه؛ په دې ناسته کې د "آسان خدمت" تخنیکي سلاکار احمد رضا خاور د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي احمد شاه صالحي ته د "آسان وظیفه"  پورټال د تخنیکي کارونو په اړه یو پرزنټیشن وړاندې کړ. دوی وویل، چې د "آسان وظیفه" او (LMIS) کارونو په چټکتیا سره پر مخ روان دي او په راتلونکې میاشت کې به یې ټول کارونه بشپړ شي. ښاغلي صالحي د "آسان خدمت" له مسلکي ټیم څخه مننه وکړه او ویې ویل: "مونږ د خپلو ځوانانو په وړتیا باور لرو او د دوی له خدمتونو څخه ډاډمن یو. د "آسان وظیفه" او (LMIS) په جوړېدو سره به د شته بیوروکراسۍ مخه ونیول شي او هېوادوالو ته به د یو روښانه راتلونکي زیری ورکړي."  "آسان وظیفه" هغه پورټال دی، چې د یادو ادارو تر منځ د یو هوکړه لیک له مخې، د وظیفه موندنې په موخه هیوادوالو ته چمتو کېږي