د آسان خدمت (آذربایجان) پلاوي د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه وکړه؛

    ۲۱ نومبر ۲۰۱۶
    نن دوشنبه د ۱۳۹۵ کال د لېندۍ په لومړۍ نېټه  د آسان خدمت (آذربایجان) یو پلاوي د آسان خدمت (افغانستان) په ملتیا، د کورنیو چارو وزارت له اداري مرستیال او یو شمېر رئیسانو سره لیدنه وکړه.
    په دې ناسته کې، چې د آسان خدمت او کورنیو چارو وزارت تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې، د آسان خدمت عمومي مشر ښاغلي شهزاد آریوبي د یاد وزارت مرستیال ښاغلي اکرام الدین یاور ته د آسان خدمت د کارونو او مسوولیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او د دې ادارې په اغېزمنتیا یې رڼا واچوله.
    ورپسې د آسان خدمت تخنیکي مشاور احمد رضا خاور د غونډې ګډونوالو ته د پاسپورټ سیسټم د ساده سازۍ په اړه یو پرېزنټېشن وړاندې کړ او د پاسپورټ د نوي سیسټم په ګټو یې خبرې وکړې
    ښاغلي یاور د آسان خدمت د کارونو ستاینه وکړه او دا اداره یې د حکومت یو لویه لاسته راوړنه وبلله. دوی د آذربایجان د پلاوي هرکلی وکړ او ویې ويل، چې آذربایجان جمهوریت له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادقانه چلند کوي او تر اوسه یې خپل محبوبیت ساتلی دی. دوی زیاته کړه، چې د آسان خدمت د کارونو له پېلېدو سره به د فساد مخه ونیول شي او د عامه خدمتونو په کیفیت کې به څرګند تغیرات رامنځته شي. د ښاغلي یاور په وینا، چې مونږ شاید د آسان خدمت د عصري سیسټمونو په پلي کولو کې له یو لړ ستونزو سره مخ شو؛ ځکه دا د مافیايي کړیو د ګټو مخنیوی کوي او د خودسرۍ مخه نیسي؛ خو که دا کار اوس ونه کړو نو کله به یې کوو.
    له آذربایجان جمهوریت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي آزاد جعفر علي، د قدردانۍ مننه وکړه او ویې ویل: "د آسان خدمت له جوړېدو سره به هغه غیر رسمي اړیکې ختمې شي، چې اوس مهال د افغانستان د عامه خدمتونو په وړاندې کوونکو ادارو کې موجودې دي او له دې سره به د فساد ګراف په اتومات شکل راښکته شي."