له آذربایجان جمهوریت څخه راغلي پلاوي له آسان خدمت څخه لیدنه وکړه؛

    سه شنبه د لېندۍ ۲یمه
    نن سه شنبه د لېندۍ په ۲یمه د آذربایجان د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې یو پلاوي د دې ادارې د دفتر رئیس ښاغلي آزاد جعفرلي په مشرۍ، د آسان خدمت له مشر ښاغلي شهزاد آریوبي او یو شمېر متخصصینو سره ناسته وکړه.
    په دې ناسته کې د آسان خدمت په ترسره شوو کارونو، اوسني وضعیت او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.
    له آذربایجان څخه راغلي پلاوي د افغانستان د عامه خدمتونو د ادارو لکه پاسپورټ، پېژند پاڼو، جواز سیر، نمبر پلېټ او همداسې نورو اوسني سیسټمونه مطالعه کړل او د شته ستونزو په اړه یې له ښاغلي آریوبي او د کورنیو چارو وزارت له مرستیال اکرام الدین یاور سره تفصیلي خبرې اترې وکړې.
    د آذربایجان جمهوریت د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې او د آسان خدمت (افغانستان) ناستې، د دواړو هیوادونو تر منځ د هغه هوکړه لیک برخه ده، چې څو میاشتې وړاندې په ارګ کې لاسلیک شوی ؤ. دا ناستې به د آسان خدمت د کارونو تر بشپړېدو دوام لري.