د کورنیو چارو وزارت د اړوندو خدمتونو په اړه غونډه وشوه

    سه شنبه د لېندۍ ۲یمه
          نن سه شنبه د لېندۍ پر ۲یمه د آسان خدمت، کورنیو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د برښنايی پېژند پاڼو ریاست، د امنیت د لېږد مشترکې قومندانۍ (CSTC-A) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) تر منځ ګډه غونډه وشوه.
    په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت اړوند، د هغو خدمتونو په څرنګوالي خبرې اترې وشوې، چې په راتلونکې کې به د آسان خدمت له چتر څخه وړاندې کېږي. د ګډونوالو له لوري د بایومټرک پر مرکزي سیسټم باندې تخنیکي بحث وشو او د راتلونکي لپاره په ګډ کار هوکړه وشوه.
    یاده دې وي، چې آسان خدمت به د ۲۰۱۷ تر ډسمبره خپل فعالیتونو پيلوي او د عامه خدمتونو په برخه کې به هیوادوالو ته اسانتیاوې برابروي.