په آذربایجان کې د UNDP ځايي استازي له آسان خدمت سره د همکاریو ژمنه وکړه

    (۱۳۹۵ د لېندۍ ۱۰مه – ۲۰۱۶ د نومبر ۳۰مه)
    د آسان خدمت عمومي رئیس ښاغلی شهزاد آریوبي، چې تېره جمعه آذربایجان جمهوریت ته په یو رسمي سفر تللی، نن چهارشنبه د لېندۍ په ۱۰مه یې په آذربایجان کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP)  ځايي استازي ښاغلي غلام محمد اسحاقزي سره ناسته وکړه.
    په دې ناسته کې د آسان خدمت د ترسروه شوو فعالیتونو، حقوقي چارچوکاټ او راتلونکو پلانونو په اړه یو پرزنټېشن وړاندې شو، چې ښاغلي اسحاقزي یې هرکلی وکړ. نوموړي وویل، چې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) به له آسان خدمت (افغانستان) څخه خپلې مرستې ونه سپموي او په راتلونکي کې به دغه اداره د روزنې او ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاره پاتې شي.
    همدا راز ښاغلي اسحاقزي ژمنه وکړه، چې دوی به په نږدې وخت کې له اسلامي پرمختیايي بانک (IDB) سره د آسان خدمت د کارونو په اړه خبرې وکړي تر څو د هر ډول اداري همکاریو په برخه کې له آسان خدمت سره ونډه واخلي.