د آسان خدمت مسلکي ټیمونه د آذربایجان له روزنیز سفر څخه راستانه شول

    ۱۳۹۵ د لیندۍ ۲۲مه – ۲۰۱۶ د ډسمبر ۱۲مه
    د آسان خدمت د پروسو د ساده سازۍ، د مطبوعاتو او عامه اړیکو او انجینرانو مسلکي ټیمونه، چې تېره اونۍ پلازمینې باکو ته په روزنیز سفر تللي ؤ، نن دوشنبه د لېندۍ په ۲۲مه خپل هیواد ته راستانه شول.
    د عامه خدمتونو د پروسو د ساده سازۍ ټیم د آسان خدمت (آذربایجان) د ۱۵ عامه خدمتونو (TIN، د موټر چلونې لائسنس، د کار جواز او...) د پروسو مطالعه وکړه او د آسان خدمت (افغانستان) د عامه خدمتونو د پروسو پر ساده کولو او تنظیمولو یې د آذربایجان له مسلکي غړو سره ګډ کار وکړ.
    همداراز د مطبوعاتو او عامه اړیکو ټیم د آسان خدمت (آذربایجان) له راډیو، کال سنټر، آنلاین چټ سیسټم، ټولنیزې او فرهنګي څانګې څخه لیدنه وکړه او د دوی مطبوعاتي تګلاره یې مطالعه کړه. یاد ټیم ته د عامه اړیکو رئیس ښاغلي انار حسینوف او د عامه اړیکو ارشد سلاکارې آغلې ترانه ګسیموفې له خوا د آسان خدمت د مطبوعاتو او عامه اړیکو د تګلارې په جوړښت یو پرزنټېشن ورکړل شو او تر څنګ یې د آسان خدمت (افغانستان) پر مطبوعاتي تګلاره ګډ کار وشو.
    د انجینرانو ټیم په پلازمینه باکو کې د آسان خدمت له پنځو ودانیو څخه لیدنه وکړه او له هغې کمپنۍ سره یې له نږدې کار وکړ، چې د آسان خدمت(افغانستان) د ودانۍ د ډیزاین قرارداد ورسره شوی دی. یاده دې وي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به په کابل کې د آسان خدمت د مرکزي ودانۍ د ډیزائن چارې بشپړې شي او ډېر ژر به د مرکزي ودانۍ ساختماني چارې پېل شي.