د آسان خدمت پلاوي له عدلیې وزیر سره ناسته وکړه

    ۱۳۹۵ د مرغومي ۱۹مه – ۲۰۱۷ د جنورۍ ۸مه
    نن یکشنبه د مرغومي په ۱۹مه د آسان خدمت حقوقي پلاوي د دې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي په مشرۍ د عدلیې وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور سره ناسته وکړه.
    په دې ناسته کې د آسان خدمت د عمومي او بالخصوص حقوقي معلوماتو په اړه ښاغلي انور ته یو پرزنټېشن وړاندې شو، چې نوموړي یې هرکلی وکړ. په سر کې ښاغلي آریوبي وویل، چې آسان خدمت د نورو ادارو صلاحیتونه نه خپلوي؛ بلکې دا یو کاري چارچوکاټ دی، چې د اړوندو ادارو د عامه خدمتونو د وېش پروسې آسانوي، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کوي او په ټوله کې د دولت او ولس ته منځ واټن کموي. دوی زیاته کړه، چې آسان خدمت اداره به له اړوندو ادارو سره د نورو همکاریو تر څنګ د دوی د ظرفیتونو لوړولو، دوی ته د عصري ټکنالوژي برابرولو او د فساد په ختمولو کې همکاره پاتې شي. دوی په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د آسان خدمت له فعالیتونو مخکې د آذربایجان وضعیت له افغانستان سره ورته ؤ؛ خو اوس دوی ادعا کوي، چې د فساد کچه یې صفر ته راټیټه شوې ده.
    د آسان خدمت حقوقي مشاور ښاغلي محمد عمر آرین وویل: له حکومتونو څخه د رضایت او نارضایتۍ ټولې نړیوالې سروې ګانې تقریباً  ۴۶ سلنه د یو هیواد د عامه خدمتونو په څرنګوالي راڅرخي او آسان خدمت اداره د همدغو خدمتونو د باکیفیته کولو په موخه رامنځته شوې ده. مونږ تر هر څه لومړی د آسان خدمت د وظیفوي اړتیاوو مطالعه وکړه او د همدغو اړتیاوو پر اساس مو د حقوقي موانعو د له منځه وړولو لپاره د آسان خدمت مسوده چمتو کړه.
    د عدلیې وزیر ښاغلي انور وویل: د فساد پر وړاندې مبارزه د آذربایجانیانو لپاره د پرختګ یوه هیله ده؛ خو زمونږ لپاره د بقا جنګ دی. مونږ باید د اداري فساد مخه ډب کړو او د روڼوالي، اغېزمنتیا او نوښت پر لور قدم واخلو. د دوی په وینا: زه د بیوروکراسۍ مخالف یم او په وطن کې  د آسان خدمت په څېر یوې ملي پروژې د عملي کولو لېوال یم، مونږ خوښ یو، چې د آسان خدمت په څېر one stop shop اداره ولرو او هیوادوال نور له شته ستونزو څخه خلاص شي. ښاغلي انور وویل، چې عدلیې وزارت به له آسان خدمت سره په هر ډګر کې همکار وي او د آسان خدمت له لارې به خپل ځیني خدمتونه هم ډیجټلایز کړي.