د آسان خدمت رهبري پلاوي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له وزیرې آغلې نسرین اوریاخېل سره په یاد وزارت کې ناسته وکړه.

    سه شنبه، ۱۳۹۵ د سلواغې په ۵مه
    د آسان خدمت رهبري پلاوي د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له وزیرې آغلې نسرین اوریاخېل سره په یاد وزارت کې ناسته وکړه.
    په دې ناسته کې د آسان خدمت عمومي مشر ښاغلي شهزاد آریوبي آغلې وزیرې او رهبري ټیم ته د آسان وظیفې، د کار بازار (LMIS) او د یاد وزارت اړوندو نورو عامه خدمتونو د پروسو د ترسره شوې ساده سازۍ په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې آغلې اوریاخېل د آسان خدمت له ټیم نه مننه وکړه او د ترسره شوو کارونو هرکلی یې وکړ. د نوموړې په وینا "د آسان خدمت د فعالیتونو له پیلېدو او له ترسره شوې ساده سازۍ سره به د فساد کچه راټیټه شي او خلک به وکولی شي، چې په ډېره آسانۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند خدمتونه ترلاسه کړي. دوی ټینګار وکړ، چې څومره ژر امکان لري آسان وظیفه باید افتتاح شي او د هیوادوالو چوپړ ته وړاندې شي."