آسان خدمت خپل لومړنی روزنیز ورکشاپ دایر کړ

    نن دوشنبه د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۲۰۰مه آسان خدمت ادارې "د آسان خدمت بنسټونه" تر سرلیک لاندې خپل لومړنی ټرینینګ د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي کارکوونکو ته دایر کړی ؤ، چې شاوخوا ۲۰ کسانو پکې ګډون کړی ؤ.
     په دغه ټرینینګ کې د آسان خدمت د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې شول.