آسان خدمت د عوایدو ریاست کارکوونکو ته معلوماتي ورکشاپ جوړ کړ

    نن سه شنبه ۱۳۹۵ د مرغومي ۲۸۸مه، آسان خدمت د مالیې وزرات د عوایدو ریاست د بېلابېلو برخو شاوخوا ۱۵ کارکوونکو ته روزنیز او معلوماتي ورکشاب جوړ کړی ؤ. 
     د غونډې په سر کې د آسان خدمت ټیم ګډونوالو ته د آسان خدمت د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې کړل.. ورپسې د یادې ادارې تخنیکي سلاکار مشفق الله اخندزاده د آسان وظیفې (jobs portal)، د پاسپورټ د نوي سیسټم او د هغې په ګټو ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل. 
     په پای کې د آسان خدمت د ټرینینګونو مسوول ښاغلي احمد ګل الماس له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د آسان خدمت لپاره به مونږ او تاسې په ګډه داسې ستړیا ګالو؛ تر څو د روڼوالي او اغېزمنتیا له مخې د هیواد مثالي اداره ونومول شي.