د بایومټریک سیسټم مرکزي کېږي

    نن سه شنبه، ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱۲مه د آسان خدمت، کورنیو چارو وزارت، مخابراتو وزارت، د امنیت د لېږد مشترکې قومندانۍ (CSTC-A)، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) تر منځ ګډه غونډه وشوه. 
     په دې غونډه کې پر اوسني بایومټرک سیسټم هر اړخیز بحث وشو او د یاد سیسټم په مرکزي کولو اړینې خبرې اترې وشوې. همدا راز پرېکړه وشوه، چې د بایومټرک سیسټم د لا پیاوړتیا لپاره به د یادو ادارو تر منځ وخت په وخت بحثونه کېږي تر څو افغانان د یو غوره او محفوظ بایومټرک سیسټم لرونکي شي.