د آسان خدمت رئیس د خوشحال بابا فکري بهیر له غړو سره وکتل

    نن پنجشنبه، د ۱۳۹۵ د سلواغې په ۱۴مه، د آسان خدمت ادارې رئیس ښاغلي شهزاد آریوبي د خوشحال بابا فکري بهیر له ملي او اکاډیمیکو غړو سره وکتل.

     

    په دې ناسته کې ښاغلي آریوبي د یادې ادارې د تاریخچې، فرصتونو، پرېکړه لیکونو، د پېچلو پروسو د ساده سازۍ، د ساده سازۍ د میتودونو، د آسان خدمت د ودانیو، د معلوماتي ټکنالوژۍ، د ښوونې سیسټم، د ښوونې میتودونو، د ظرفیتونو د لوړونې، د آسان خدمت د حقوقي چارچوکاټ، پالیسۍ او ستراتېژۍ په اړه عمومي او اړین معلومات وړاندې کړل، چې د بهیر د غړو له لوري یې هر کلی وشو او د آسان خدمت اداره یې د نوي حکومت لویه لاسته راوړنه او د آسان خدمت طرحه یې د پرمختګ ذریعه وګڼله.